ګروي،سود،وقف
په جومات (مسجد) کې قبر جوړول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۷۴)
پوښتنه :
السلام علیکم ورحمة الله ، پوښتنه مې دا ده : ځینو ځایونو کې کله چې ملا امام یا بل مشر څوک وفات شي ، په مسجد کې یې ښخوي ، ایا د مړي په مسجد کې ښخول جایز دي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د جومات زمکه ، د جومات اړوند ضرویاتو پرته د بل څه لپاره کارول جواز نه لري .
لهذا د مسجد په ساحه کې د چا لپاره قبر جوړول شرعا جواز نه لري ، که څه هم د جومات ملا امام او یا بل محترم څوک وي .
الدليل علي ذلک :
شرط الواقف كنص الشارع أي في المفهوم والدلالة، ووجوب العمل به
الدرالمختار , ټوک : ۴ ، مخ : ۴۳۳ ، کتاب الوقف ، مطلب فی وقف المنقول قصدا
على أنهم صرحوا بأن مراعاة غرض الواقفين واجبة،
ردالمختار , ټوک : ۴ ، مخ : ۴۴۵ ، کتاب الوقف ، مطلب فی المصادفة علی النظر
والله تعالی اعلم بالصواب