
تجارت
په شراکت کې یو شریکوال ته تنخا ټاکل څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۷۵)
پوښتنه :
مونږ درې نفره په شریکه تجارت کوو ، هر یو ته مو خپله فیصدي ټاکلې ده ، مونږ غواړو یو شریکوال ته یو څه تنخا وټاکو ، ځکه چې دی کار زیات کوي ، ایا په شراکت کې یو شریک ته تنخا ټاکل د شریعت له نظره سهي ده ؟
الجواب وبالله التوفیق :
شرعا په شراکت کې یو شریکوال ته ځانته تنخا ټاکل جایز نه دي .
لهذا په پوښتل شوی صورت کې یو شریکوال ته د زیات کار له امله تنخا ټاکل جایز نه دي .
البته جایز صورت یې داسې کېدایشي چې ، کوم شریکوال زیات کار کوي او یا په کار کې تجربه زیاته لري په ګټه کې ورته فیصدي زیاته شي .
الدلیل علی ذلک :
و (مع التفاضل في المال دون الربح وعكسه،
(قوله: ومع التفاضل في المال دون الربح) أي بأن يكون لأحدهما ألف وللآخر ألفان مثلا واشترطا التساوي في الربح، وقوله وعكسه: أي بأن يتساوى المالان ويتفاضلا في الربح، لكن هذا مقيد بأن يشترط الأكثر للعامل منهما أو لأكثرها عملا، أما لو شرطاه للقاعد أو لأقلهما عملا فلا يجوز كما في البحر عن الزيلعي والكمال.
الدرالمختار مع ردالمحتار , ټوک : ۳ ، مخ : ۳۷۴ ، کتاب الشرکة
(ولو) استأجره (لحمل طعام) مشترك (بينهما فلا أجر له) ؛ لأنه لا يعمل شيئا لشريكه إلا ويقع بعضه لنفسه فلا يستحق الأجر
الدرالمختار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۶۰ ، مطلب فی الاستئجار علی المعاصی