
تجارت
عيب دار شی د عیب بیانولو پرته خرڅول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۷۶ )
پوښتنه :
که دکاندار سره په دکان عیب دار شی پروت وي ، په ګاهک یې خرڅ کړي ، خو دا ورته واضحه نه کړي چې عیب دار دی ، ایا پیسې ورته حرامیږي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
عیب دار شی د عیب په ډاګه کولو پرته خرڅول لویه ګناه ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي : څوک چې دوکه کوي زما امتي نه دی . او پر داسې سړی یې لعنت ویلي دی ، چې عیب داره سودا د عیب بیانولو پرته پلوري .
او که پیریدونکي (اخیستونکي ) ته یې وروسته عیب څرګند شي ، بېرته د ورګرځولو حق لري .
الدلیل علی ذلک :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا، فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ: «مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ؟» قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كَيْ يَرَاهُ النَّاسُ، مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي»
المسلم , ټوک : ۱ ، مخ : ۹۹ ، رقم الحدیث (۱۰۹)
وقال (إن غره) أي غر المشتري البائع أو بالعكس أو غره الدلال فله الرد (وإلا لا) وبه أفتى صدر الإسلام وغيره ثم قال (وتصرفه في بعض المبيع) قبل علمه بالغبن (غير مانع منه) فيرد مثل ما أتلفه ويرجع بكل الثمن على الصواب اهـ ملخصا بقي ما لو كان قيميا لم أره
الدرالمختار ، ټوک : ۵، مخ : ۱۴۳ ، باب المرابحة والتولية