متفرق مسا‌‌ئل

په کومو ځایونو کې یوازې د شهرت په اساس ګواهي ورکول جایز دي ؟

د فتوې شمېره (۳۶۸)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب ! ایا د ګواهي ورکولو لپاره یوازې په کلي کې اوازه خپرېدل کفایت نه کوي ؟ که په هر څه کې به سړی د سترګو لیدلي حال په اساس ګواهي ورکوي ؟ که په اړه د شریعت نظره وضاحت راکړئ منندوی به مو وم . واجرکم علی الله

الجواب وبالله التوفیق :

اصل په ګواهي کې دا ده چې د سترګو لیدلو پرته د یو څه په اړه ګواهي ورکول جایز نه دي .

البته یو پنځه مواقع داسې هم شته چې هلته یوازې شهرت هم کافي کیږي ، په سترګو مشاهده یې ضرور نه ده . هغه پنځه ځایونونه په لاندې ډول دي :

لومړی : نسب یعنې یو ماشوم د یو چا په کور کې ستر شو ، دعوه یې دا ده چې دا هلک زما زوی دی ، خلک هم پرې خبر دي ، نو په دې صورت کې د ګواهۍ لپاره یوازې خبرېدل هم کافي کیږي .

دویم : مرګ یعنې په خلکو کې خبر خپور شو چې پلانکی د پلانکي زوی مړ شو ، اوس یو نفر که څه هم د ده مرګ او تدفین په خپلو سترګو نه دی کتلی بیا هم ګواهي ورکولی شي چې پلانکی مړ شوی دی .

دریم : نکاح ، یعنې په خلکو کې مشهوره شوه چې پلانکی او پلانکۍ ښځه ، مېړه دي او دواړه په یوه کور کې اوسیږي ، په نکاح یې ګواهي ورکولی شې ، که څه هم ته د نکاح په وخت کې موجود نه وې .

څلورم : قاضیتوب ، یعنې یو نفر دعوه کوي چې زه د وخت حاکم لخوا قاضي ګمارل شوی یم د خلکو فیصلې په رسمي توګه کوي بس دای قاضي دی او پردې ګواهي ورکول هم جایز دي .

پنځم : وقف ، د یوې زمکې ، مدرسې ، یا د جومات په اړه مشهوره دا ده چې وقف شوی دی ، بس دا ګواهي ورکول جایز دي چې دغه ځای وقف شوی دی ، که څه هم دغه ګواه د وقف پر مهال حضور نه درلوده .


الدلیل علی ذلک :

وَيَجُوزُ أَنْ يَشْهَدَ بِكُلِّ مَا سَمِعَهُ أَوْ أَبْصَرَهُ مِنَ الْحُقُوقِ وَالْعُقُودِ، وَإِنْ لَمْ يُشْهَدْ عَلَيْهِ إِلَّا الشَّهَادَةَ عَلَى الشَّهَادَةِ فَإِنَّهُ لَا يَجُوزُ أَنْ يَشْهَدَ عَلَى شَهَادَةِ غَيْرِهِ مَا لَمْ يُشْهِدْهُ (ف) . وَلَا يَجُوزُ أَنْ يَشْهَدَ بِمَا لَمْ يُعَايِنْهُ إِلَّا النَّسَبَ وَالْمَوْتَ وَالدُّخُولَ وَالنِّكَاحَ، وَوِلَايَةَ الْقَاضِي، وَأَصْلَ الْوَقْفِ،

قَالَ: (وَلَا يَجُوزُ لَهُ أَنْ يَشْهَدَ بِمَا لَمْ يُعَايِنْهُ إِلَّا النَّسَبَ وَالْمَوْتَ وَالدُّخُولَ وَالنِّكَاحَ وَوِلَايَةَ الْقَاضِي، وَأَصْلَ الْوَقْفِ) ، وَالْقِيَاسُ أَنَّهُ لَا يَجُوزُ؛ لِأَنَّ الشَّهَادَةَ مِنَ الْمُشَاهَدَةِ وَهِيَ الْمُعَايَنَةُ وَلَمْ تُوجَدْ. وَجْهُ الِاسْتِحْسَانِ أَنَّ هَذِهِ الْأَشْيَاءَ تُبَاشَرُ بِحُضُورِ جَمَاعَةٍ مَخْصُوصِينَ وَتَتَعَلَّقُ بِهَا أَحْكَامٌ مُسْتَمِرَّةٌ، فَأُقِيمَتِ الشُّهْرَةُ وَالِاسْتِفَاضَةُ مَقَامَ الْعِيَانِ وَالْمُشَاهَدَةِ كَيْلَا تَتَعَطَّلَ هَذِهِ الْأَحْكَامُ، وَعَلَى هَذَا النَّاسُ مِنَ الصَّدْرِ الْأَوَّلِ إِلَى يَوْمِنَا هَذَا، أَلَا تَرَى أَنَّا نَشْهَدُ

أَنَّ عَائِشَةَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا – زَوْجُ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – وَكَذَلِكَ سَائِرُ زَوْجَاتِهِ وَفَاطِمَةُ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا – زَوْجَةُ عَلِيٍّ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – وَغَيْرُ ذَلِكَ ….الخ

الاختيار لتعليل المختار ,ټوک : ۲ ، مخ : ۱۴۳ .

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close