نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د خپل پرکټي د ښځې سره نکاح کول جایز ده ؟

د فتوې شمېره (۳۶۹)

پوښتنه :

یو چا داسې کونډې سره نکاح وکړه چې د پخواني خاوند نه یو زوی هم لري ، بیا یې دغه پرکټي ته واده وکړ ، څه وخت وروسته یې طلاق ورکړ . اوس د دغه هلک پلندر غواړي چې د خپل پرکټي د مېرمن سره نکاح وکړي ، ایا نکاح یې سهي ده ؟

الجواب وبالله التوفیق :

د پلندر لپاره د خپل پرکټي د مېرمن سره نکاح کول جایز ده ، شرعا کوم ممانعت نه لري . لهذا په پوښتل شوي صورت کې پلندر لپاره د پرکټي د مېرمن سره نکاح جایز ده .


الدلیل علی ذلک :

لانه یجوز الجمع بین المرأة وامرأة ابنها ، فان المرأة لو فرضت ذکرا لحرم علیه التزویج بامرأة ابنه ، ولو فرضت ذکرا لحرم التزوج بامرأة ابنه ولو فرضت امرأة ذکرا لجاز لانه اجنبی عنها کما اذا جمع بین ابنتی العمین والعمتین ….

مجمع الانهر ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۸۰ ، کتاب النکاح

وکذا فی البحر الرایق ، ټوک : ۳ ، مخ : ۱۷۳



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close