متفرق مسا‌‌ئل

د حرام خور سړي له لاسه تحفه ( ډالۍ ) قبلول !

د فتوې شمېره (۳۷۰)

پوښتنه :

د حرام خور سړي له لاسه هدیه قبلول څه حکم لري ؟ ځینې علماء وایي چې هدیه به نه رد کوې ، ایا د حرام خور سړي نه هدیه اخیستل هم ضروري دي ؟ بینوا توجروا

الجواب وبالله التوفیق :

داسې هدیه (ډالۍ) اخیستل چې ستا پوره یقین یا غالب ګمان دا وي چې د حرام مال څخه ده اخسیتل یې جایز نه دي . او که د حلال مال څخه وي خو د رشوت په موخه ( نیت )یې درکوي بیا یې هم اخیستل ناروا دي .

له دې پرته نورې تحفې ، ډالۍ باید واخیستل شي او رد نه شي . رسول الله صلی الله علیه وسلم به هدیه قبلوله او په عوض (بدل) کې به یې ښه شی هم ورکوو .


الدلیل علی ذلک :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقْبَلُ الهَدِيَّةَ وَيُثِيبُ عَلَيْهَا»

صحيح البخاري , رقم الحديث  : ۲۵۸

(قَالَ) وَلَا يَقْبَلُ الْهَدِيَّةَ وَقَبُولُ الْهَدِيَّةِ فِي الشَّرْعِ مَنْدُوبٌ إلَيْهِ …

وَقَالَ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – «تَهَادَوْا تَحَابُّوا» ، وَلَكِنَّ هَذَا فِي حَقِّ مَنْ لَمْ يَتَعَيَّنْ لِعَمَلٍ مِنْ أَعْمَالِ الْمُسْلِمِينَ. فَأَمَّا مَنْ تَعَيَّنَ لِذَلِكَ كَالْقُضَاةِ وَالْوُلَاةِ فَعَلَيْهِ التَّحَرُّزُ عَنْ قَبُولِ الْهَدِيَّةِ خُصُوصًا مِمَّنْ كَانَ لَا يُهْدِي إلَيْهِ قَبْلَ ذَلِكَ؛ لِأَنَّهُ مِنْ جَوَالِبِ الْقَضَاءِ وَهُوَ نَوْعٌ مِنْ الرِّشْوَةِ وَالسُّحْت

المبسوط للسرخسي : ټوک : ۱۶ ، مخ : ۸۲ کتاب ادب القاضی

وحاصل المذهب فيه أنه إن كان أكثر ماله من الرشوة والحرام لم يحل قبول الجائزة منه ما لم يعلم أن ذلك له من وجه حلال،

المحيط البرهاني ، ټوک :۵ ، مخ : ۳۶۷ ، الفصل السابع عشر في الهدايا والضيافات

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close