ګروي،سود،وقف

په جومات کې د امام لپاره کور جوړول !

د فتوې شمېره (۳۷۱)

پوښتنه :

مفتي صیب محترم ، زمونږ په مسجد کې د امام لپاره کور نه دی ، اوس مونږ غواړو چې د امام لپاره په مسجد کې کور جوړ کړو ، ایا د مسجد په زمکه باندې یا د جومات په چت باندې کور جوړول جایز دی ، کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

کله چې یوځلې په یوه زمکه باندې جومات (مسجد) جوړ شي ، بیا به تر قیامته مسجد وي ، کور یا بل څه پرې جوړول جواز نه لري .

البته که وقف کونکي د وقف کولو په وخت کې د مسجد سره ، سره د امام لپاره د کور جوړولو نیت هم کړی وي ، بیا د امام لپاره ورباندې کور جوړول جواز لري .


الدلیل علی ذلک :

(ولو خرب ما حوله واستغني عنه يبقى مسجدا عند الإمام والثاني) أبدا إلى قيام الساعة (وبه يفتي)

(قوله: ولو خرب ما حوله) أي ولو مع بقائه عامرا وكذا لو خرب وليس له ما يعمر به وقد استغنى الناس عنه لبناء مسجد آخر

الدرالمختار مع ردالمحتار , ټوک : ۴ ، مخ : ۳۵۸ ، فرع بناء بیتا للامام فوق المسجد

على أنهم صرحوا بأن مراعاة غرض الواقفين واجبة،

ردالمختار , ټوک : ۴ ، مخ : ۴۴۵ ، کتاب الوقف ، مطلب فی المصادفة علی النظر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close