نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که مېرمنې ته د یوځای کېدو نه مخکې طلاق ورکړي ، څومره مهر به ورکوي ؟

د فتوې شمېره (۳۷۲)

پوښتنه :

که څوک مېرمنې ته په داسې وخت کې طلاق ورکړي ،چې تراوسه ورسره یوځای شوی نه دی ، څومره مهر به ورکوي ؟ د مېرمنې وروڼه د ټول مهر مطالبه کوي .

الجواب وبالله التوفیق :

که څوک مېرمنې سره د خلوت صحیحه (یو ځای کېدو) نه مخکې طلاق ورکړي ، نیمه مهر به ورکوي  .

اوکه یوځلې هم په تنهايي کې ورسره یوځای شوی وي ، که څه هم کوروالی یې نه وي کړی ، پوره مهر به ورکوي . البته مېرمن پخپله خوښه مهر معاف کولی هم شي .


الدلیل علی ذلک :

وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ سورة البقرةٌ(۲۳۷)

(و) يجب (نصفه بطلاق قبل وطء أو خلوة)

الدرالمختار , ټوک : ۳ ، مخ : ۱۰۴ ، باب المهر

(وأما) بيان ما يتأكد به المهر فالمهر يتأكد بأحد معان ثلاثة.

الدخول والخلوة الصحيحة وموت أحد الزوجين، سواء كان مسمى أو مهر المثل حتى لا يسقط شيء منه بعد ذلك إلا بالإبراء من صاحب الحق،

بدائع الصنائع، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۹۱ ، فصل في بيان ما يتاكد به المهر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close