نکاح ، طلاق او کورني مسائل

ایا تره د وراره له مېرمنې سره نکاح کولی شي ؟

د فتوې شمېره (۳۷۴)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب السلام علیکم ورحمة الله

پوښتنه مې دا ده چې وراره لپاره خو د تره د ښځې سره نکاح جایز ده ، ایا تره هم د وراره له مېرمنې سره نکاح کولی شي ؟ د ځواب په هیله

الجواب وبالله التوفیق :

کله چې وراره وفات شي یا د دواړو ( مېړه او مېرمنې ) ترمنځ په طلاق او یا په بل څه بېلتون راشي ، له عدت تېرولو وروسته ، تره کولی شي چې د وراره له ښځې سره نکاح وکړي ، شرعا کوم ممانعت نه لري .

خو شرط دا دی چې د وراره ښځه له ده سره په نکاح کولو راضي وي ، زور او جبر ورباندې نه کیږي. او د حرمت بل سبب هم موجود نه وي .


الدلیل علی ذلک ک

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ اُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَاَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الاَخِ وَبَنَاتُ الاُخْتِ وَاُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِيْ اَرْضَعْنَكُمْ ۔۔۔۔۔ وَاُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاءَ ذٰلِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوْا بِأَمْوَالِكُمْ مُّحْصِنِيْنَ غَيْرَ مُسَافِحِيْنَ۔ سورة النساء ۲۴)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close