قران او سنت

دموبایل په (سکرین) شیشه باندې قران لوستل او بې اودسه ورته لاس وروړل

(فتوا شمیره:51)

پوښتنه:

السلام عليکم :

زه دکابل ټکي کام د دارلافتاء نه په ډيراحترام يوه پوښتنه لرم هغه داچې: په لمسي تیليفون کې چې يوڅوک قرانکريم تلاوت کوي او اودس يې نه وي او د تيليفون په شيشه لاس ياګوتې راکشکوي ايا د شريعت په رڼاکې څنګه ده؟  عاکف وردګ ستاسودجواب په انتظار .

(پوښتنه کونکی: عاکف وردګ – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

دموبایل یا کمپیوټر په سکرین دقران تلاوت کول جایزدي او ثواب لري او د تلاوت دقران لپاره اودس کول ضروري نه دي ، البته دجنابت او حیض او نفاس په حالت کې تلاوت جائز نه دی .

اوکله چې د موبایل یا کمپیوټر په شیشه باندې دقران الفاظ ښکاري دغه حصې ته لاس ور وړل بغیر داودس څخه روا نه دي  . او باقې حصې دکمپیوټر او یا موبایل ته لاس وروړل روا دي ،(اوکه دلاس او شیشې مینځ کې دسمال یا بل شی وي او دهغې په ذریعې په سکرین لاس یا ګوتې راکشکوي نو جواز لري) او کله چې دشیشې (سکرین) نه دقران الفاظ غائب شي بیا لاس وروړل جائزدي.

علامه شامي رحمه الله فرمایي:

قوله ( ومسه ) أي القرآن ولو في لوح أو درهم أو حائط لكن لا يمنع إلا من مس المكتوب بخلاف المصحف فلا يجوز مس الجلد وموضع البياض منه وقال بعضهم يجوز وهذا أقرب إلى القياس والمنع أقرب إلى التعظيم كما في البحر أي والصحيح المنع كما نذكره ومثل القرآن سائر الكتب السماوية كما قدمناه عن القهستاني وغيره وفي التفسير والكتب الشرعية خلاف مر ، قوله ( إلا بغلافه المنفصل ) أي كالجراب والخريطة دون المتصل كالجلد المشرز هو الصحيح وعليه الفتوى لأن الجلد تبع له ، سراج . (شامي ټوک ۱ مخ ۲۹۳)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close