قران او سنت
د جنابت حالت کې د قران کریم تلاوت کول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۷۵)
پوښتنه :
السلام علیکم ورحمة الله مفتي صیب محترم
ایا د جنابت په حالت کې له یاده د قران کریم تلاوت جایز دی ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د قران کریم تلاوت د جنابت په حالت کې له یادو هم جایز نه دی . البته د ذکر او دعا په نیت یو څو ایتونه له یاده لوستل جایز دي او نورې مسنونې دعاګانې لوستل هم جایز دي .
الدلیل علی ذلک :
عَنْ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تَقْرَأِ الحَائِضُ، وَلَا الجُنُبُ شَيْئًا مِنَ القُرْآنِ»
سنن الترمذي ، رقم الحدیث : ۱۳۱
(قوله بقصده) فلو قرأت الفاتحة على وجه الدعاء أو شيئا من الآيات التي فيها معنى الدعاء ولم ترد القراءة لا بأس به كما قدمناه
ردالمحتار : ټوک ۱ ، مخ : ۲۹۳ ، باب الحیض