نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که ورک شوی سړی پیدا شي ، او مېرمن یې بل چا په نکاح کړې وي !

د فتوې شمېره (۳۷۶)

پوښتنه :

مفتي صیب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

زمونږ په ځای کې له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې یو کس په جنګونو کې نادرکه شوی و ،

خلکو به ډول ، ډول خبرې کولې ، چا به ویل شهید شوی دی ، چا به ویل بندي دی ، تر لسو کالو یې ورته انتظار وکړ ، اخر مجبور شول ، مېرمن یې بل ورور په نکاح کړه ، اوس له دواړو څخه بچي هم لري . کابو ۳۰ کال وروسته یې پخوانی مېړه راپیدا شو ، خلک هک پک حیران دي چې څه وکړي ؟ پوښتنه دا ده : چې دغه مېرمن د چا حق کیږي ، د اوسني مېړه او که د پخواني مېړه ؟ که په اړه یې د حنفي فقهې موافق معلومات راکړئ !

الجواب وبالله التوفیق :

کله چې یو څوک نادرکه شي ، د مرګ او ژوند درک یې نه لګیږي ، نو زمونږ حنفي فقه دا وایي چې تر نوي (۹۰) کالو به یې مېرمن صبر کوي او مېراث به یې هم نه تقسیمیږي . او که دوی ته باوري خبر ورسیږي چې مړ شوی دی ، بیا د عدت (څلور میاشتې او لس ورځې ) تېرولو وروسته مېرمن یې بل چا سره نکاح کولی شي او په خبر رسېدو سره مېراث هم تقسیمولی شي . او که د مرګ او ژوند یې درک نه لګیږي تر ۹۰ کالو به انتظار کوي .

البته که چېرته دغه مېرمن ۹۰ کاله انتظار نه شي کولی او په فتنه ( بې حیایۍ ) کې د واقع کېدو خوف او ډار وي ، او یا هم د نفقې او مصارفو کومه سرچینه نه لري ، نو دغو سختو ضرورتونو په اساس اوسني حنفي علماء کرامو د امام مالک رحمه الله په مذهب فتوی ورکړې ده .

د امام مالک رحمه الله مذهب دا دی : کله چې یو څوک داسې نادرکه شي چې د مرګ او ژوند یې هېڅ درک نه لګیږي ، نو د نوموړي مېرمن دې د وخت اسلامي حاکم یا قاضي ته عریضه وکړي ، که اسلامي حاکم نه وي نو هغه مخورو ته دې عریضه وکړي چې په شریعت برابر وي او د مسلمانانو ستنونزې حل کوي  .

د قاضي په مخکې به  لومړی د نادرکه سړي سره خپله نکاح ثابته کړي ، بیا دې د مېړه په ورکېدو ګواهان قایم کړي . له دې وروسته دې د وخت حاکم ، قاضي یا مخور پخپله پلټنه وکړي او په رسنیو کې دې اعلانونه وکړي ، په کوم ځای کې چې ورک شوی دی یا یې چرته د پیدا کېدو ګمان کیږي هغه ځای ته به کسان واستوي ….

که د زیار ، پلټنې او کوښښ باوجود هم پیدا نه شو ، له دې وروسته به مېرمن بیا عریضه وکړي .

له عریضې وروسته به حاکم مېرمنې ته نور څلور کاله مهلت ورکړي . که په څلورو کالو کې پیدا شو فبها ونعمت (ښه خبره ده ) …

او که پیدا نه شو ، قاضي به پر مېړه د مړکېدو حکم ولګوي او د دواړو ترمنځ به نکاح فسخه (ختمه ) کړي ، له دې وروسته به مېرمن عدت (څلور میاشتې او لس ورځې )تېر کړي ، بیا یې که خوښه وي د بل چا سره نکاح کولی شي .

که دغه مېرمن د بل چا سره نکاح وکړي او څه مودې وروسته پخوانی مېړه هم راپیدا شي ، دغه مېرمن به د عدت تېرولو وروسته د نوې نکاح کولو پرته د پخواني مېړه شي ، له دویم مېړه څخه به بېله شي . کوم اولاد چې له دویم مېړه څخه پیدا شوی ، هغه به د دویم مېړه شي او نوموړی به مهر هم ورکوي .

لهذا که په پوښتل شوي صورت کې هم په پورتني ذکر شوو اصولو باندې عمل شوی وي بیا یې همدغه احکام دي ، کوم چې پورته ذکر شول .

او که د امام مالک رحمه الله د اصولو موافق  د نادرکه سړي مېرمن ورور ته نه وي په نکاح شوې ،  یعنې د وخت حاکم ته د عریضې او د ذکر شوو اجرآتو پرته نکاح ترسره شوې وي او  د امام مالک رحمه الله ټول اصول پکې مراعات شوي نه وي ،( له پوښتنې هم همداسې څرګندیږي چې د احنافو په مذهب خو هسې هم عمل نه دی شوی خو د امام مالک رحمه الله په مذهب هم عمل نه دی شوی ) بیا یې له ورور سره له سره نکاح نه سهي کیږي . دغه مېرمن به بیا د تجدید نکاح پرته د پخواني مېړه شي ، کوم اولاد چې د دویم مېړه څخه پیدا شوی دی نسب کې هم د دویم مېړه حسابیږي .


الدلیل علی ذلک :

(كِتَابُ الْمَفْقُودِ) قَالَ – رَحِمَهُ اللَّهُ – (هُوَ غَائِبٌ لَمْ يُدْرَ مَوْضِعُهُ) وَفِي اصْطِلَاحِ الْفُقَهَاءِ غَائِبٌ لَمْ يُدْرَ مَوْضِعُهُ وَحَيَاتُهُ وَمَوْتُهُ، وَأَهْلُهُ فِي طَلَبِهِ يَجِدُّونَ وَقَدْ انْقَطَعَ عَنْهُمْ خَبَرُهُ وَخَفِيَ عَلَيْهِمْ أَثَرُهُ فَبِالْجِدِّ قَدْ يَصِلُونَ إلَى الْمُرَادِ وَرُبَّمَا يَتَأَخَّرُ اللِّقَاءُ إلَى يَوْمِ التَّنَادِ وَحُكْمُهُ فِي الشَّرْعِ أَنَّهُ حَيٌّ فِي حَقِّ نَفْسِهِ حَتَّى لَا يُقْسَمَ مَالُهُ بَيْنَ وَرَثَتِهِ

قَالَ – رَحِمَهُ اللَّهُ – (وَلَا يُفَرَّقُ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا) أَيْ لَا يُفَرَّقُ بَيْنَهُ وَبَيْنَ امْرَأَتِهِ وَقَالَ مَالِكٌ إذَا مَضَى أَرْبَعُ سِنِينَ يُفَرَّقُ بَيْنَهُمَا وَتَعْتَدُّ عِدَّةَ الْوَفَاةِ ثُمَّ تَتَزَوَّجُ إنْ شَاءَتْ …

قَالَ – رَحِمَهُ اللَّهُ – (وَحُكِمَ بِمَوْتِهِ بَعْدَ تِسْعِينَ سَنَةً)

تبيين الحقايق : ټوک : ۳ ، مخ : ۳۱۰ ، کتاب المفقود

د دې مسئلې د لا تفصیل لپاره حیله ناجزه ( د حکیم الامت اشرف علی تهانوي رحمه الله لیکلی شوی کتاب ) کتلی شئ



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close