عقائداوفرقې
که مې دغه کار وکړ ، کافر به یم او بیاهماغه کار وکړي ! حکم یې څه دی ؟
د فتوې شمېره (۳۷۸)
پوښتنه :
ځینې خلک دغه په ژبه دغه الفاظ زیات راوړي ، که ما دغه کار وکړ زه به کافر یم ، وروسته هماغه کار وکړي، کافر کیږي کنه ؟
المسفتي : احسان الله
الجواب وبالله التوفیق :
لومړی بايد له داسې ناوړه الفاظو کارولو څخه ډډه وشي . که بیا هم څوک ووایي که ما دغه کار وکړ زه به کافر یم ، د قسم په حکم کې داخلیږي، کافر کیږي نه . که وروسته یې هماغه کار وکړ بیا هم کافر نه کیږي ، خو د قسم کفاره به ورکوي .
البته که څوک وروسته هماغه کار په دې موخه وکړي چې کافر شي او په کفر راضي هم وي ، نو کافر کیږي (العیاذ بالله) .
الدلیل علی ذلک :
(و) القسم أيضا بقوله (إن فعل كذا فهو) يهودي أو نصراني أو فاشهدوا علي بالنصرانية أو شريك للكفار أو (كافر) واختلف في كفره (و) الأصح أن الحالف (لم يكفر) سواء (علقه بماض أو آت) إن كان عنده في اعتقاده أنه (يمين وإن كان) جاهلا. و (عنده أنه يكفر في الحلف) بالغموس وبمباشرة الشرط في المستقبل (يكفر فيهما) لرضاه بالكفر،
الدرالمختار , ټوک : ۳ ، مخ : ۷۱۳ ، کتاب الایمان
ان فعل کذا فھو یهدوی ثم اتی بالشرط ان کان عندہ من اتی بھذا الشرط لا یکفر کانت علیہ کفارۃ الحلف، وان حلف بھذہ اعنی بقولہ ھو یھودی او نصرانی او مجوسی ان کان فعل کذا وقد کان فعلہ وھو عالم بفعلہ لا یلزم الکفارۃ لانہ غموس وقد اختلفت الاجوبۃ فی کفرہ والمختار ما قال السرخسی و بکر انہ ان کان کفرا عندہ الحلف بھذا فھو کافر لانہ رضی بکفر نفسہ، والرضا بکفر نفسہ کفر بلا نزاع الخ۔
البزازیة علی هامش الهندیة ، ټو: ۶ ، مخ : ۳۲۶ .