طهارت او لمونځ

په کومو وختونو کې لمونځ کول مکروه دي ؟

د فتوی شمېره (۳۷۹)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب یوه پوښتنه لرم ، که راته ځواب یې کړئ .

لمونځ په کوم ، کوم کې کول مکروه دی ؟
الجواب وبالله التوفیق :

په درې وختونو کې فرضي ، نفلي او د جنازې لمونځ کول مکروه دي ؟

لومړی : د سهار لمر ختو په وخت کې تر اشراق وخته پورې ، چې د لمر ختو نه وروسته تقریبا ۲۰ یا ۱۵ دقیقې کیږي .

دویم : د زوال په وخت کې . کله چې د غرمې لمر یو برابر شي  .

دریم : د لمر لوېدو په وخت کې .


الدلیل علی ذلک

عن عقبۃ بن عامر الجهني رضي اللّٰہ عنہ قال: ثلاث ساعات کان رسول اللّٰہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم ینهانا أن نصلي فیهن أو أن نقبر فیهن موتانا: حین تطلع الشمس بازغۃ حتی ترتفع، وحین یقوم قائم الظهیرة حتی تمیل الشمس، وحین تضیف الشمس للغروب حتی تغرب۔ (صحیح مسلم، الصلاۃ / باب الأوقات التي نہی عن الصلاۃ فیہا ۱؍۲۷۶ رقم: ۸۳۱ بیت الأفکار)

عَنْ عُقْبَةَ قَالَ «نَهَانَا رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَنْ نُصَلِّيَ عَلَى مَوْتَانَا عِنْدَ طُلُوعِ الشَّمْسِ» أَطْلَقَ الصَّلَاةَ فَشَمِلَ فَرْضَهَا وَنَفْلَهَا؛ لِأَنَّ الْكُلَّ مَمْنُوعٌ فَإِنَّ الْمَكْرُوهَ مِنْ قَبِيلِ الْمَمْنُوعِ؛

البحرالرايق  : ټوک : ۱ ، مخ : ۲۶۲ ، الاوقات المنهي عن الصلاة فيها



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close