
طهارت او لمونځ
د عالم یا د بل مشر لپاره جَمعه وروسته کول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۸۰)
پوښتنه :
زمونږ د مسجد امام کله نا کله جَمعه د خپل وخت څخه پنځه یا لس دقیقې د عالم لپاره وروسته کوي ، ترڅو هغه هم په جَمعه کې شریک شي ، ایا داسې کول جایز دي ؟ سره له دې چې خلک په دې سره خپه کیږي ، ځکه چې دوی هم کارونه لري .
الجواب وبالله التوفیق :
د مسجد امام ته په کار ده چې جَمعه په ټاکلي وخت کې ادا کړي ، وروسته یا مخکې یې نه کړي. او مقتدیانو ته هم په کار ده ، که کوم وخت جَمعه د خپل وخت څخه پنځه یا لس دقیقې وروسته شي ، په خپلو ځایونو کې درانه کښیني ، انتظار وکړي .
که امام د کوم ستر عالم لپاره يا د شرير سړي د شر څخه د ځان ساتلو په خاطر جَمعه له خپل وخت څخه لږ وروسته کړي جایز ده . خو بیا هم که د عالم لپاره د جَمعې په وروستو کولو سره مقتدیان خپه کیږي ، په کار نه ده چې جَمعه وروسته شي .
الدلیل علی ذلک :
رئيس المحلة لا ينتظر ما لم يكن شريرا والوقت متسع
شامي , ټوک :۱ ، مخ : ۴۰۰ ، فائدة التسلیم بعدالاذان
فلو انتظر قبل الصلاة ففي أذان البزازية لو انتظر الإقامة ليدرك الناس الجماعة يجوز لواحد بعد الاجتماع لا إذا كان داعرا شريرا اهـ
شامي , ټوک : ۱ ، مخ : ۴۹۵ ، فروع قرا بالفارسية