طهارت او لمونځ

د ماښام اذان څخه وروسته نفل کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۸۳)

پوښتنه :

مفتي صیب محترم . د ماښام اذان څخه وروسته نفل کول څه حکم لري ؟ اکثره خلک یې نه کوي . خو ځینې ورته سنت وایي . که سنت وي ، زمونږ احناف یې ولې نه کوي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

د ماښام فرض لمانځه څخه مخکې نفل کولو په اړه متضاد روایات شتون لري ، د ځینو صحیح قولي روایاتو څخه ثبوت معلومیږي ، خو پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دي کړي ، همدا ډول جمهورو صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین په ځانګړي ډول ابوبکر صدیق او عمر بن الخطاب رضی الله عنهما به دغه نفل نه کول .

له دې امله د ماښام اذان او لمانځه په مېنځ کې نفل کول زمونږ احنافو په نزدې سنت او مستحب نه دي ، بلکې جایز دي خو نه کول یې غوره دي . نور درې واړه مذهبونه (موالک ، شوافع او حنابله ) هم ورته سنت نه وایي  .


الدليل علی ذلک :

(قوله: وقبل صلاة المغرب) عليه أكثر أهل العلم، منهم أصحابنا ومالك، وأحد الوجهين عن الشافعي، لما ثبت في الصحيحين وغيرهما مما يفيد «أنه – صلى الله عليه وسلم – كان يواظب على صلاة المغرب بأصحابه عقب الغروب» ، «ولقول ابن عمر – رضي الله عنهما – ما رأيت أحدا على عهد رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يصليهما» رواه أبو داود وسكت عنه والمنذري في مختصره وإسناده حسن. وروى محمد عن أبي حنيفة عن حماد أنه سأل إبراهيم النخعي عن الصلاة قبل المغرب، قال: فنهى عنها، وقال: إن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – وأبا بكر وعمر لم يكونوا يصلونها. وقال القاضي أبو بكر بن العربي: اختلف الصحابة في ذلك ولم يفعله أحد بعدهم، فهذا يعارض ما روي من فعل الصحابة ومن أمره – صلى الله عليه وسلم – بصلاتهما؛ لأنه إذا اتفق الناس على ترك العمل بالحديث المرفوع لا يجوز العمل به؛ لأنه دليل ضعفه على ما عرف في موضعه ولو كان ذلك مشتهرا بين الصحابة لما خفي على ابن عمر، أو يحمل ذلك على أنه كان قبل الأمر بتعجيل المغرب، وتمامه في شرحي المنية وغيرهما.

ردالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۳۷۶ ، مطلب یشترط العلم بدخول الوقت



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close