طهارت او لمونځ

فرض لمونځ کونکي امام پسې د سنتو نیت کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۸۴)

پوښتنه :

ما په یو مسجد کې د ماسپښین فرض لمونځ وکړ ، کله چې کور ته ولاړم ، هلته مېلمنو جَمعه کولو ، ما ورپسې د پاتې څلور رکعتو سنتو نیت وکړ ، ایا زما سنت سهي شول ؟

الجواب وبالله التوفیق :

فرض لمونځ کونکي پسې د سنتو او نفلو اقتداء کول جایز ده . لهذا په پوښتل شوي صورت کې سنت ادا شول .


الدلیل علی ذلک :

قلت: فعلى هذا يصح الاقتداء في التراويح وغيرها بمفترض وغيره، ومثلها سائر السنن الرواتب كما تفيده عبارة الخانية تأمل

ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۵۹۰ ، باب الامامة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close