طهارت او لمونځ

د تهجد لمونځ په جَمعې سره کول څه حکم لري ؟

دفتوې شمېره (۳۸۵)

پوښتنه :

محترم مولوي صیب . موږ په مدرسه کې اوسېږو ، د شپې تهجد لپاره زیاتره ملګري راپاڅیږي او د تهجد لمونځ په جَمعې سره کوي ، ایا جواز لري .

الجواب وبالله التوفیق :

تهجد په جَمعې سره کول مکروه دي . لهذا غوره دا ده چې د تهجد لمونځ ځانته وشي ، په جَمعه ونه شي . البته که ځینې وخت دوه یا درې نفره د رابلنې پرته تهجد په جَمعې سره ادا کړي ، جایز دي خو باید عادت جوړ نه شي .


الدلیل علی ذلک :

والجماعة في النفل في غير التراويح مكروهة فالاحتياط تركها في الوتر خارج رمضان وعن شمس الأئمة أن هذا فيما كان على سبيل التداعي أما لو اقتدى واحد بواحد أو اثنان بواحد لا يكره وإذا اقتدى ثلاثة بواحد اختلف فيه وإذا اقتدى أربعة بواحد كره اتفاقا

حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح ، ټوک : ۱ ، مخ :۳۸۶ ، باب الوتر واحکامه

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close