ميراث او وصيت

د نیکه په میرات کې د لمسيو حق نشته !

د فتوې شمېره (۳۸۶)

پوښتنه :

خان کاکا وفات شو ، درې زامن او دوه لورګانې یې ترشا پرېښودې ، یو زوی یې چې محمدګل نومېده وفات شوی دی ، خو د هغه زامن پاتې دي ، مېراث به څنګه تقسمیږي ؟ دغو لمسیو ته څومره برخه ورکول کیږي ؟


الجواب وبالله التوفیق :

کله چې سکه زامن شتون ولري نو د نیکه په میراث کې لمسیو  ته حق نه ورکول کیږي .

لهذا په پوښتل شوي صورت کې که د مړي د درې زامنو او دوه لورګانو پرته نور وارثان نه وي پاتې ، نو د مړي ټول مال به وروسته له قرض او نورو حقوقو ادا کولو په اتو (۸) برخو ووېشل شي . هر زوی ته دې دوه ، دوه او هرې لور ته دې یوه ، یوه برخه ورکړي .

کوم زوی (محمدګل ) چې وفات شوی دی ، هغه که د پلار د مرګ څخه مخکې وفات شوی وي ، نو د زامنو یې ( چې د خان کاکا لمسي کیږي) د نیکه په میراث کې حق نشته . البته که ګل محمدګل شخصي مال ولري هغه یې د زامنو حق کیږي . او که د پلار د مرګ څخه وروسته وفات شوی وي بیا به د ده (محمدګل ) زامنو ته د پلار برخه ورکول کیږي .


الدلیل علی ذلک

قال اللّٰہ تبارک وتعالیٰ: یُوْصِیْکُمْ اللّٰہُ فِیْ اَوْلَادِکُمْ لِلذَّکَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ۔ (سورۃ النساء:آیت)

يبْدَأ من تَرِكَة الْمَيِّت بتجهيزه وَدَفنه بِلَا إِسْرَاف وَلَا تقتير ثمَّ تقضى دُيُونه ثمَّ تنفذ وَصَايَاهُ

ملتقی الابحر ، کتاب الفرائض ، ټوک : ۱ ، مخ :۴۹۳

وشروطه ثلاثة …. ووجود وارثه عند موته حقیقة او تقدیرا کا لحمل.

رد المختار ټوک ۶ مخ ۷۵۸ کتاب الفرائض  ط سعید

وَهَذَا يَنُبْنِي عَلَى أَصْلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَنَّ كُلَّ مَنْ يُدْلِي إلَى الْمَيِّتِ بِشَخْصٍ لَا يَرِثُ مَعَ وُجُودِ ذَلِكَ الشَّخْصِ سِوَى أَوْلَادِ الْأُمِّ فَإِنَّهُمْ يَرِثُونَ مَعَهَا لِانْعِدَامِ اسْتِحْقَاقِهَا التَّرِكَةَ وَالثَّانِي الْأَقْرَبُ فَالْأَقْرَبُ كَمَا فِي الْعَصَبَاتِ

البحر الرايق , ټوک : ۸ ، مخ : ۵۶۰ ، باب الحجب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close