تجارت
دکاندار لپاره څومره ګټه کول جایز ده ؟
د فتوې شمېره (۳۸۷)
پوښتنه :
السلام علیکم ورحمة الله محترم مفتي صیب :
مونږ دکاندار لپاره په یو شي څومره ګټه کول جایز ده ؟ یو فیصد دوه فیصده کمه او که زیاته ؟ په اړه یې معلومات راکړئ !
پوښتونکی : حسن خان غزني
الجواب وبالله التوفیق :
په شریعت کې د ګټي اخري حد نه دی ټاکل شوی خو د بازار له نرخ څخه زیاته ګټه کول مکروه ده . البته په ګټه کې دروغ ، دوکه او د چا له مجبورۍ نه غلطه فایده اخیستل شرعا جایز نه ده او سخته ګناه ده .
الدليل علي ذلک :
عن أنس، قال: الناس يا رسول الله، غلا السعر فسعر لنا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن الله هو المسعر القابض الباسط الرازق، وإني لأرجو أن ألقى الله وليس أحد منكم يطالبني بمظلمة في دم ولا مال»
سنن ابی داود ، باب في التسعير
عن عبد الله، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إياكم والكذب، فإن الكذب يهدي إلى الفجور، وإن الفجور يهدي إلى النار، وإن الرجل ليكذب ويتحرى الكذب حتى يكتب عند الله كذابا، وعليكم بالصدق، فإن الصدق يهدي إلى البر، وإن البر يهدي إلى الجنة، وإن الرجل ليصدق ويتحرى الصدق حتى يكتب عند الله صديقا»
سنن ابي داود باب في التشديد في الکذب
(المرابحة) مصدر رابح وشرعا (بيع ما ملكه) … (بما قام عليه وبفضل)
الدرالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۳۳ ، باب المرابحة والتولية