تجارت
د لېوني سودا کول شرعا څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۸۸)
پوښتنه :
محترم مفتي صیب . یوه پوښتنه لرم که یې راته ځواب کړئ !
ایا لېونی یو شی اخیستلی یا خرڅولی شي او کنه ؟ که سودا وکړي ، بېرته یې ورګرځول څه حکم لري ؟
پوښتونکی : قاري غازي
الجواب وبالله التوفیق :
د بیعې او شراء ( پلورلو او پېرودلو ) لپاره عقل هم یو شرط دی .
له دې امله د لېوني یا د ناپوه ماشوم سودا شرعا نه منعقد کیږي او له دوی څخه یو شی اخیستل یا پرده یو شی خرڅول روا نه دي .
که څوک ورسره سودا وکړي ، د لېوني ورور یا بل څوک بېرته د ورګوځولو حق لري .
الدلیل علی ذلک :
فشرائط العاقد اثنان: العقل والعدد، فلا ينعقد بيع مجنون وصبي لا يعقل
ردالمحتار ، ټوک : ۴ ، مخ : ۵۰۴ ، کتاب البیوع ، مطلب شرائط البیع