متفرق مسا‌‌ئل

د ماشوم په غوږ کې د موبایل په واسطې سره اذان کول !

د فتوې شمېره (۳۸۹)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب . زمونږ څه خپلوان په خارج کې اوسیږي ، کله یې چې ماشوم پیدا شو ، نو ماته یې زنګ وکړ ، چې ماشوم په غوږ کې اذان وکړه ، ما له دې ځایه د موبایل په واسطه د ماشوم په غوږ کې اذان او اقامت وکړل . ایا په دې سره سنتیت ادا شول کنه ؟

پوښتونکی : مولوي عبدالواحد

الجواب وبالله التوفیق :

د ماشوم په غوږ کې اذان او اقامت کولو لپاره دا ضروري نه ده چې خامخا دې عالم یا نارینه سړی وکړي . بلکې که نارینه نه وي مېرمن هم د ماشوم په غوږ کې اذان او اقامت کولی شي .

البته د برکت لپاره که یو عالم د موبایل په واسطې سره د ماشوم په غوږ کې اذان وکړي ، کفایت کوي . که څه هم بهتره دا ده چې د موبایل پرته مستقیما په غوږ کې اذان او اقامت وشي . (کتاب الفتاوی ټوک : ۲ ، مخ : ۱۵۶)


الدلیل علی ذلک :

عن أبيه، قال: رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم «أذن في أذن الحسن بن علي حين ولدته فاطمة بالصلاة»

سنن ابي داود، حدیث شمېره (۵۱۰۵ )

عَنِ الْحُسَيْنِ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – مَرْفُوعًا: «مَنْ وُلِدَ لَهُ وُلَدٌ فَأَذَّنَ فِي أُذُنِهِ الْيُمْنَى وَأَقَامَ فِي أُذُنِهِ الْيُسْرَى لَمْ تَضُرَّهُ أُمُّ الصِّبْيَانِ»

مرقات المفاتيح , باب العقيقة

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close