نکاح ، طلاق او کورني مسائل

 د موبایل یا د نېټ په واسطه نکاح کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۸۹)

پوښتنه :

یو کس چې په لندن کې اوسیږي ، غواړي چې د یوې نجلۍ سره واده وکړي ، دلته راتلی نه شي ، نو ایا د موبایل یا د نېټ په واسطې سره نکاح کولی شي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

په نکاح کې یو مجلس او دوو (۲) ګواهانو په حضور کې د جانبینو ایجاب او قبول ضروري دی ، د موبایل یا د نېټ په واسطې نکاح کولو سره دغه شرایط نه مرعات کیږي ، له دې امله د موبایل او د نېټ په واسطې سره نکاح کول جایز نه ده .

البته که په خارج کې اوسیدونکی نفر په هغه ښار کې چرته چې نجلۍ اوسیږي یو څوک د خپل ځان لخوا وکیل وټاکي ، هغه بیا هغه وکیل د دوو ګواهانو په حضور کې د هلک لخوا ایجاب وکړي او جینۍ قبول وکړي ، نکاح یې سهي کیږي .


الدلیل علی ذلک :

قال: ” ولا ينعقد نكاح المسلمين إلا بحضور شاهدين حرين عاقلين بالغين مسلمين رجلين أو رجل وامرأتين

الهداية , ټوک : ۱ ، مخ : ۱۸۵

ویسمع الشاهدان کلامهما معا . فتاوی قاضیخان علی هامش الهندیة ټوک : ۱ ، مخ : ۳۳۲

(ويتولى طرفي النكاح واحد) بإيجاب يقوم مقام القبول في خمس صور كأن كان وليا أو وكيلا من الجانبين أو أصيلا من جانب

ووكيلا أو وليا من آخر، أو وليا من جانب وكيلا من آخر كزوجت بنتي من موكلي

الدرالمختار , ټوک : ۳ ، مخ : ۹۶ ، کتاب النکاح , مطلب فی الوکیل والفضولی

 



اړونده فتواګانې

3 thoughts on “ د موبایل یا د نېټ په واسطه نکاح کول څه حکم لري ؟”

  1. السلام عليکم
    ما يو کال پخوا يو ځای کې ځمکه واخيسته، د هغې تر څنګ چې کوم بل کس ؤ او دا ځمکه د هغه شفعه وه، هغه ته ورغلم چې زه ستا د څنګ ځمکه اخلم، هغه اقرار وکړ چې زه يې نه اخلم او دغه اقرار مې په ويډيويي شکل ترې ثبت کړ، ځمکه مې واخيسته خو اوس هغه کس ( د شفغې والا) له خپل اقرار څخه منکر دی، چې ما نه دي ويلي او دا زما شفعه ده او زما حق دی. نو ايا ويډيويي اقرار په شرع کې ثبوت جوړېدای شي؟
    هيله کوم زما پوښتنه ډېر ژر ځواب کړئ!
    منندوی به مو يم!
    په درنښت

    1. وعلیکم السلام ورحمة الله . سلیمان ورور ان شاء الله زر تر زره به د پوښتنې ځواب درکړو . مننه

    2. د شفعې دعوه کله سهي کیږي ؟ ایا ویډیو دلیل دی ؟
      همايون 19 ساعتونه مخکې7
      د فتوې شمېره (۳۹۱)

      پوښتنه :

      السلام عليکم
      ما يو کال پخوا يو ځای کې ځمکه واخيسته، د هغې تر څنګ چې کوم بل کس ؤ او دا ځمکه د هغه شفعه وه، هغه ته ورغلم چې زه ستا د څنګ ځمکه اخلم، هغه اقرار وکړ چې زه يې نه اخلم او دغه اقرار مې په ويډيويي شکل ترې ثبت کړ، ځمکه مې واخيسته خو اوس هغه کس ( د شفعې والا) له خپل اقرار څخه منکر دی، چې ما نه دي ويلي او دا زما شفعه ده او زما حق دی. نو ايا ويډيويي اقرار په شرع کې ثبوت جوړېدای شي؟
      هيله کوم زما پوښتنه ډېر ژر ځواب کړئ!
      منندوی به مو يم!
      په درنښت

      پوښتونکی : سلیمان

      الجواب وبالله التوفیق :

      له ځواب څخه مخکې یو څو تمهیدي خبرې :

      = د شفعې حق د زمکې د خرڅېدلو نه وروسته ثابتیږي او ساقطیږي .

      = کله چې زمکه خرڅه شي د شفعې حقدار پرې د شفعې دعوه کولی شي او که د شفعې څخه لاس په سر شي د شفعې حق یې ساقطیږي .

      = که د خرڅېدلو نه مخکې د شفعې حقدار اقرار وکړي ، چې دعوه پرې نه کوم او زمکه وروسته خرڅه شي بیا هم د شفعې حق لري .

      = کله چې زمکه خرڅه شي ، د شفعې حقدار به د خبر رسېدو سم د شفعې دعوه کوي او پر دعوه به ګواهان قایموي ، که چپ پاتې شي د شفعې حق یې ساقطیږي .

      لهذا که په پوښتل شوي صورت کې د شفعې حقدار ستا له اخیستلو نه مخکې اقرار کړی وي ، چې که تا زمکه واخیسته د شفعې دعوه پرې نه کوم ، بیا وروسته دغه زمکه واخلې ، اوس د شفعې دعوه وکړي ، کولی یې شي .

      او که د زمکې اخیستلو نه وروسته د شفعې حقدار له شفعې کولو لاس په سر شوی وي ، یا د زمکې خرڅولو په وخت کې موجود وي یا د خرڅ خبر ورته رسیدلی وي ، خو هغه چپ پاتې شوی وي ، سمدستي دعوه ونه کړي ، د شفعې حق یې ساقطیږي دعوه یې نه سهي کیږي .

      په شریعت کې د هرې معاملې لپاره ګواهان ضروري دي ، ویډیو حجت (دلیل) نه شي جوړېدی ، ځکه چې په ویډیو کې تغیر او تبدیل راتللی شي .

      الدلیل علی ذلک :

      تسليم الشقعة قبل البيع لا يصح و بعده صحيح .

      الفتاوي العالګیریة ، ټوک : ۵ ، ۱۸۲ ، الباب التاسع فیما یبطل به الشفعة

      ولا يصح تسليم الشفعة قبل البيع؛ لأنه إسقاط الحق، وإسقاط الحق – قبل وجوبه ووجود سبب وجوبه – محال

      بدائع الصنائع ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۹ ، [فصل في بيان ما يبطل به حق الشفعة بعد ثبوته]

      ولو سمع من وراء الحجاب لا یسعه ان یشهد لاحتمال ان یکون غیره

      الفتاوی العالمګیریة ، ټوک ۳ ، مخ : ۳۱۲ ش

ځواب ورکول سليمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close