ګروي،سود،وقف

قرض په ګټه ورکول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۹۳)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله ! محترم مفتي صیب پوښتنه مې دا ده :

نورمحمد  (د رختونو  دکاندار) ته ، عثمان لس لکه روبۍ  ورکوي ، نورمحمد ورته وایي زه په دغه لس لکه روپیو باندې یو مشخص رخت راوړم ، په یو سوټ کې ماته څلور یا پنځه سوه روپۍ  پاتې کیږي ، خو تاته به په هر سوټ کې سل روپۍ  درکوم ، او خپلې لس لکه روپۍ به په قسطونو درکوم . ایا داسې معامله جواز لري ؟

پوښتونکی : مجاهدالله


الجواب وبالله التوفیق :

له قرض څخه هر ډول نفع (ګټه) اخیستل سود دی ، په پوښتل شوي صورت کې له عثمان څخه روپۍ  په پور اخلي او نورمحمد یې ګټه ورکوي شرعا همدې ته سود ویل کیږي .. لهذا داسې معامله دواړو (نورمحمد او عثمان )لپاره ناروا او حرامه ده ، باید ځان ترې وساتل شي .


الدلیل علی ذالک :

               قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( کل قرض جر منفعة فهو ربا )

السنن الکبری للبهیقی : ټوک : ۵ ، مخ : ۵۷۱ ، باب کل قرض جر منفعة فهو ربا

والشرط ان القرض جائز بشرطین :

۱ : ان لایجر نفعا فان کانت المنفعة للدافع ، منع اتفاقا للنهی عنه وخروجه عن باب المعروف…..

الفقه الاسلامي وادلته : ټوک : ۴ ، مخ : ۵۱۸ ، انواع البیوع ، الفصل الثاني فی القرض



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close