نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د ناسکه مور د خور سره نکاح کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۹۴)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله ! محترم مفتي صیب یو چا را څخه پوښتنه وکړه ، که تاسو یې راته ځواب کړئ !

د یو نفر مېرمن مړه شوه ، د هغې څخه یې یو زوی شته ، اوس یې بل واده وکړ ، غواړي چې د دویمې مېرمنې خور خپل زوی ته په نکاح کړي . ایا داسې کول جایز دي ؟

پوښتونکی : برکت الله


الجواب وبالله التوفیق :

هو ، د خپلې ناسکه مور د خور سره نکاح جایز ده .


الدلیل علی ذلک :

وَأُحِلَّ لَكُمْ مَا وَراءَ ذلِكُمْ أَنْ تَبْتَغُوا بِأَمْوالِكُمْ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسافِحِينَ الایة . سورة النساء ۲۴

وَلَا تَحْرُمُ بِنْتُ زَوْجِ الْأُمِّ وَلَا أُمُّهُ وَلَا أُمُّ زَوْجَةِ الْأَبِ وَلَا بِنْتُهَا وَلَا أُمُّ زَوْجَةِ الِابْنِ وَلَا بِنْتُهَا وَلَا زَوْجَةُ الرَّبِيبِ وَلَا زَوْجَةُ الرَّابِّ.

البحر الرايق ټوک : ۳ ، مخ : ۱۰۱ ، فصل في المحرمات



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close