طهارت او لمونځ

په مړي باندې جنازه دوه ځلې کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۹۵)

نن سبا عام رواج دی ، چې یو ځلې په مړي باندې د جنازې لمونځ په یو ځای کې وکړي ، بیا یې چې خپلې پلرنۍ هدیرې ته یوسي ، خپل او خپلوان یې بیا پرې د جنازې لمونځ کوي . د دویمې جنازې حکم څه دی ؟
پوښتونکی : قاري خلیل الرحمن


الجواب وبالله التوفیق :

که لومړۍ  جنازه د مړي ولي کړې وي یا د ولي په اجازه باندې شوې وي ، بیا دویمه جنازه کول جواز نه لري . که لومړۍ جنازه پردیو خلکو د مړي د ولي د اجازې څخه پرته کړې وي ، نو ولي پرې دویمه جنازه کولی شي .

نن سبا رښتیا هم له دویمې جنازې څخه یو رسم ، رواج جوړ شوی دی ، یو ځای کې جنازه وشي د مړي ولي هم پکې شتون لري ، خو بل ځای ته یې چې یوسي ، نو نور خپلوان او کلیوال پرې دویمه جنازه هم کوي ، دغه دویمه جنازه کول شرعا هېڅ جواز نه لري او نه کوم ثبوت لري .


الدلیل علی ذلک :

وَلَوْ صَلَّى رَجُلٌ وَالْوَلِيُّ خَلْفَهُ، وَلَمْ يَرْضَ بِهِ إنْ صَلَّى مَعَهُ لَا يُعِيدُ؛ لِأَنَّهُ صَلَّى مَرَّةً، وَإِنْ لَمْ يُتَابِعْهُ، فَإِنْ كَانَ الْمُصَلِّي السُّلْطَانَ أَوْ الْإِمَامَ الْأَعْظَمَ فِي الْبَلْدَةِ أَوْ الْقَاضِي أَوْ الْوَالِي عَلَى الْبَلْدَةِ أَوْ إمَامَ حَيٍّ لَيْسَ لَهُ أَنْ يُعِيدَ؛ لِأَنَّهُمْ أَوْلَى بِالصَّلَاةِ مِنْهُ، وَإِنْ كَانَ غَيْرَهُمْ فَلَهُ الْإِعَادَةُ اهـ.

…. (قَوْلُهُ: وَلَمْ يُصَلِّ غَيْرُهُ بَعْدَهُ) أَيْ بَعْدَ مَا صَلَّى الْوَلِيُّ؛ لِأَنَّ الْفَرْضَ قَدْ تَأَدَّى بِالْأُولَى وَالتَّنَفُّلُ بِهَا غَيْرُ مَشْرُوعٍ إلَّا لِمَنْ لَهُ الْحَقُّ، وَهُوَ الْوَلِيُّ عِنْدَ تَقَدُّمِ الْأَجْنَبِيِّ

البحر الرايق , ټوک : ۲ ، مخ : ۳۱۷-۳۱۸ ، کتاب الجنایز

ولا یصلی علی المیت الا مرة واحدة والتنفل بصلاة الجنایز غیر مشروع کذا فی الایضاح .

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۶۳



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close