طهارت او لمونځ

ایا چرس څکلولو سره اودس ماتیږي ؟

د فتوې شمېره (۳۹۶)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مفتي صیب ، ایا چرس څکولو سره اودس ماتیږي ؟ په اړه شرعي ځواب راکړئ ! پوښتونکی : عبدالصمد

الجواب وبالله التوفیق :

نشه په خپله اودس ماتونکې نه ده ، لهذا که چرس څکونکی ، چرس څکلو سره دومره عادي شوی وي چې چرس څکل پرې اثر نه کوي ، نو چرس څکولو سره یې اودس نه ماتیږي . که په چرس څکلو سره  یې حالت بدلیږي ، ګډې وډې خبرې شروع کوي او په لاره سم نشي تللی داسې نور  … په داسې حالت کې یې اودس هم ماتیږي .


الدلیل علی ذلک :

وهل ينقض إغماؤهم وغشيهم؟ ظاهر كلام المبسوط نعم.(و) ينقضه (إغماء) ومنه الغشي

(وجنون وسكر) بأن يدخل في مشيه تمايل ولو بأكل الحشيشة…

وقالا: بل يغلب عليه فيهذي في أكثر كلامه

، ولا شك أنه إذا وصل إلى هذه الحالة فقد دخل في مشيته اختلال، والتقييد بالأكثر يفيد أن النصف من كلامه لو استقام لا يكون سكران وقد رجحوا قولهما في الأبواب الثلاثة

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۴۴ ، سنن الوضوء

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close