روژه او اعتکاف

که د کفارې روژو په مېنځ کې د  رمضان میاشت راشي ، ایا کفاره باطلیږي ؟

د فتوې شمېره (۳۹۸)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب که چا قصدا روژه ماته کړې وي او بیا د رجب د میاشتې په پنځمه د روژې کفاره پیل کړي ، ۵۵ روژو نه پس د رمضان میاشت داخله شي ، نو ایا شپیته د کفارې روژه به بیا له سره نیسي ، او که یوازې پاتې پنځه روژې به نیسي ؟

پوښتونکی : سعیدالرحمن


الجواب وبالله التوفیق :

د کفارې روژو په نیولو کې پرلپسې والی شرط دی . د حیض (د مېرمنو میاشتنۍ ناروغۍ ) څخه پرته بل هېڅ ډول عذر قبول نه دی .

لهذا که څوک د کفارې شپیته روژې پر نېولو پیل وکړي او په مېنځ کې یې د رمضان میاشت راشي یا د اختر ، سفر او د ناروغۍ له کبله روژه وخوري پرلپسې والی یې باطلیږي ، بیا به له سره د کفارې شپیته روژې نیسي .


الدلیل علی ذلک :

(قوله: ككفارة المظاهر) مرتبط بقوله وكفر أي مثلها في الترتيب فيعتق أولا فإن لم يجد صام شهرين متتابعين فإن لم يستطع أطعم ستين مسكينا لحديث الأعرابي المعروف في الكتب الستة فلو أفطر ولو لعذر استأنف إلا لعذر الحيض

ردالمختار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۴۱۲ ، باب ما يفسد الصوم ومالايفسده , مطلب فی الکفارة

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close