
ميراث او وصيت
خپل زوی ته وصیت کول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۹۹)
پوښتنه :
محترمه ! حاجي محمود وفات کېده ، په دې وخت کې یې وصیت وکړ ، چې زما په پلانکي ځای کې ځمکه ده ، ټوله دې زما د زوی (کریم الله ) شي ، اوس یې نور وروڼه وایي : په دې زمکه کې زمونږ هم حق کیږي . د دغې مسئلې وضاحت راته وکړئ ! مننه
الجواب وبالله التوفیق :
خپل وارث ته وصیت کول جایز نه دی . لهذا د اروښاد محمود خپل زوی (کریم الله ) ته د زمکې وصیت کول نافذ نه دی ، بلکې د ټولو وروڼو ، خویندو او نور وارثانو پکې حق کیږي .
الدلیل علی ذلک :
عن عمرو بن خارجة خطب رسول اللّٰہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم فقال انّ اللّٰہ قد اعطی کل ذی حقّ حقہ اَلآ لا وصیة لوارث۔ (سنن النسائی:ج؍۲،ص؍۱۳۱، کتاب الوصایا ، باب ابطال الوصیۃ للوارث)
قال: “ولا تجوز لوارثه” لقوله عليه الصلاة والسلام: “إن الله تعالى أعطى كل ذي حق حقه، ألا لا وصية لوارث” ولأنه يتأذى البعض بإيثار البعض ففي تجويزه قطيعة الرحم ولأنه حيف بالحديث الذي رويناه،
الهداية ، ټوک : ۴ ، مخ : ۵۱۴ ، باب فی صفة الوصیة