طهارت او لمونځ

 د ماخوستن لمونځ د ۱۲ بجو څخه وروسته کول مکروه دی !

د فتوې شمېره (۴۰۰)

پوښتنه :

که کومه ورځ د ماسخوتن لمونځ له دولس بجو څخه وروسته شي ، بیا د قضایي په نیت راګرځول کیږي او که د وختي لمونځ په نیت ؟

الجواب وبالله التوفیق :

د ماخوستن د لمانځه وخت د ماښام داخلېدو څخه  یو نیم ساعت شاوخوا وروسته شروع کیږي ، تر صبح صادق پورې ( یعنې د سهار  تر  داخلېدو پورې ) لهذا دولس بجو نه وروسته هم د ماسخوتن وختي لمونځ دی نه قضایي .

البته د ماخوستن لمونځ د ضرورت پرته له ۱۲ بجو څخه وروسته کول مکروه دي ، باید دومره وروسته نه شي . ل علی ذلک :

(و) وقت (المغرب منه إلى) غروب (الشفق وهو الحمرة) عندهما، وبه قالت الثلاثة وإليه رجع الإمام كما في شروح المجمع وغيرها، فكان هو المذهب

(و) وقت (العشاء والوتر منه إلى الصبح،

الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۳۶۱ ، کتاب الصلاة

(و) تأخير (عشاء إلى ثلث الليل) قيده في الخانية وغيرها بالشتاء، أما الصيف فيندب تعجيلها (فإن أخرها إلى ما زاد على النصف) كره لتقليل الجماعة، أما إليه فمباح .

الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۳۶۷ ، کتاب الصلاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close