
عقائداوفرقې
ایا شیطان د فرښتو استاذ و ؟
د فتوې شمېره : (۴۰۱)
پوښتنه :
له خلکو څخه زیات اورو چې شیطان دومره زیات علم درلوده چې د فرښتو هم استاذ و ، فرښتو ته یې زده کړه ورښودله ایا دا خبره سهي ده ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په دې کې شک نشته چې شیطان یو ستر عالم او عابد و خو وروسته د الله تعالی لخوا ورټل شو او د انسان قسم خوړلی دښمن وګرځېد .
اما دا خبره چې د فرښتو استاذ و ، شرعي ثبوت نه لري .
الدلیل علی ذلک :
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ (34)
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: كَانَ إِبْلِيسُ قَبْلَ أَنْ يَرْكَبَ الْمَعْصِيَةَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ اسْمُهُ عَزَازِيلُ (6) ، وَكَانَ مِنْ سُكَّانِ الْأَرْضِ، وَكَانَ مِنْ أَشَدِّ الْمَلَائِكَةِ اجْتِهَادًا، وَأَكْثَرِهِمْ عِلْمًا؛ فَذَلِكَ دَعَاهُ إِلَى الْكِبْرِ، وَكَانَ مِنْ حَيٍّ يُسَمَّوْنَ جِنًّا.
تفسير ابن كثير . سورة البقرة ایة (۳۴)
کتبه : محمدولي همایون
کابل ټکی کام دارالافتاء
۱۶ جمادی الاولی ۱۴۴۱ هج
۱۱/۱/۲۰۱۹ م