قسم او نذرمنل

د پوره کال روژې نېولو نذر منل ، او د اختر په ورځ روژه نېول !

د فتوې شمېره (۴۰۲ )

پوښتنه :

محترما ! ما د پوره کال روژو نېولو نذر منلی دی ، چې پوره کال به روژې نیسم ، اوس په دې وخت کې که اختر راشي ، نو د اختر په ورځ به هم روژه نیسم او کنه ؟ وضاحت یې راته وکړئ ! مننه

الجواب وبالله التوفیق

په کال کې پنځه ورځې داسې دي ، چې شریعت په هغو ورځو کې له روژو نېولو څخه منع کړې ده . دوه د اخترونو لومړنۍ ورځې ( یوه د کمکي او بله د لوی اختر ورځ )، او د لوی اختر دویمه ، دریمه او څلورمه ورځ چې ایام التشریق ورته ویلی کیږي .
د پوره کال نذرکونکی به پورتنۍ پنځه ورځې روژې نه نیسي خو وروسته به یې قضایي راوړ


الدلیل علی ذللک :

ولو قال ﷲ علی صوم ھذہ السنة افطر یوم الفطر ویوم النحر وأیام التشریق وقضاھا کذا فی الھدایة ۔ الفتاوی الهندیة :  الھندیۃ ټوک : ۱ ، مخ : ۲۱۰

(قَوْلُهُ وَلَوْ نَذَرَ صَوْمَ هَذِهِ السَّنَةِ أَفْطَرَ أَيَّامًا مَنْهِيَّةً وَهِيَ يَوْمَا الْعِيدِ وَأَيَّامُ التَّشْرِيقِ وَقَضَاهَا) ؛ لِأَنَّ النَّذْرَ بِالسَّنَةِ الْمُعَيَّنَةِ نَذْرٌ بِهَذِهِ الْأَيَّامِ؛ لِأَنَّهَا لَا تَخْلُو عَنْهَا وَالنَّذْرُ بِالْأَيَّامِ الْمَنْهِيَّةِ صَحِيحٌ مَعَ الْحُرْمَةِ عِنْدَنَا فَكَانَ قَوْلُهُ أَفْطَرَ لِلْإِيجَابِ كَمَا قَدَّمْنَاهُ وَبِهِ صَرَّحَ الْمُصَنِّفُ فِي كَافِيهِ

البحر الرایق : ټوک : ۲ ، مخ : ۳۱۸ ، فصل ما يوجبه العبد علي نفسه

کابل ټکی کام دارالافتاء

۱۷ جمادی الاولی ۱۴۴۱ هج

۱۴/۱/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close