طهارت او لمونځ

یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ویونکي امام پسې جَمعه کول !

د فتوې شمېره (۴۰۳)

پوښتنه :

مفتي صیب محترم ! مونږ په داسې ځای کې اوسېږو ، چې خلک یې د یارسول الله صلی لله علیه وسلم وایي ، زمونږ د جومات امام هم یارسول الله صلی الله علیه وسلم وایي . په داسې امام پسې جَمعه کول څنګه ده ؟

الجواب وبالله التوفیق :

رسول الله صلی الله علیه وسلم حاضر ناظر ګڼل ، یعنې داسې عقیده لرل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هر ځای کې وجود لري ، مونږ ګوري او زمونږ پر خبریږي ، شرکي عقیده ده .

لهذا که د جومات امام د حاضر او ناظر عقیده لري جَمعه کول ورپسې جایز نه ده او داسې څوک امام جوړول هم جایز نه دي .

او که پورتنۍ عقیده نه لري ، بیا ورپسې لمونځ جایز دي .


الدلیل علی ذلک :

قال الله تعالی : قُلْ لَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ … الایة ۵۰

وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ … الایة ۵۹

(ومبتدع) أي صاحب بدعة وهي اعتقاد خلاف المعروف عن الرسول

صلی الله علیه وسلم ۔۔۔ (وإن) أنكر بعض ما علم من الدين ضرورة (كفر بها)۔۔۔ (فلا يصح الاقتداء به أصلا)۔۔۔

قوله (ونحوه الاعشی ) … وأما الفاسق فقد عللوا كراهة تقديمه بأنه لا يهتم لأمر دينه، وبأن في تقديمه للإمامة تعظيمه، وقد وجب عليهم إهانته شرعا،

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک: ۱ ، مخ : ۵۶۰ ، باب الامامة

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close