متفرق مسا‌‌ئل

په ژوندي کافر باندې لعنت ویل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۴۰۵)

پوښتنه :

د دارالافتاء مفتي صیب محترم یوه پوښتنه لرم . هغه دا چې په ژوندي کافر باندې لعنت ویل څه حکم لري ؟ له په ټرمټ ، بش یا بل ژوندي کافر باندې !

پوښتونکی : سیف الدین میدان وردګ

الجواب وبالله التوفیق :

په ژوندي کافر باندې لعنت ویل جایز نه دی . ځکه چې ممکنه ده ، له مرګه وړاندې الله جل شانه د اسلام قبلولو توفیق ورکړي او مسلمان شي  .


الدلیل علی ذلک :

ان اللعن علی ثلثة اقسام … ثالثها علی شخص لم یعلم موته علی الکفر  وهو لایجوز سواء کان حیا او میتا وکان بحسب الظاهر مومنا او کافرا لجواز ان یوفق الله سبحانه تعالی الکافر للاسلام

النبراس علی شرح العقاید . مخ : ۳۳۲ ، اللعن علی یزید



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close