طهارت او لمونځ

په لحن جلي لمونځ مکروه تحریمي ګرځي او که تنزیهي ؟

د فتوې شمېره (۴۰۶)

پوښتنه داده :

که په لمانځه کې امام په قراءت کی داسې لحن جلي وکړي چی مفسد د لمانځه نه وي ، نو ایا لمونځ مکروه ګرځي او کنه ؟

که مکروه ګرځي ایا تحریمي اوکه تنزیهي ، له حوالو سره دمدلل جواب په هیله . مننه

پوښتونکی : ثناء الله له کابل څخه

الجواب وبالله التوفیق :

په لحن جلي سره که د آیت مبارکه معنی غلطیږي ، مکروه تحریمي دی ، که قصدا وشي لمونځ هم ورسره فاسدیږي . که معنی یې نه غلطیږي مکروه تنزیهي دی ، لمونځ سهي دی . اوهر ملاامام باید د قران کریم سهي تلفظ زده کړي .


الدلیل علی ذلک :

ومنها: اللحن في الاعراب إذا لحن في الإعراب لحناً لایغیر المعنی بأن قرأ لاترفعوا أصواتکم یرفع التاء لاتفسد صلاتہ بالإجماع ، وإن غیر المعنی تغیراً فاحشاً (إلی قولہ) فسدت صلاتہ في قول المتقدمین إلی آخرہ۔ (الفتاویٰ الہندیۃ ۱؍ ۸۱،

 (قوله إلا ما يشق إلخ) قال في الخانية والخلاصة: الأصل فيما إذا ذكر حرفا مكان حرف وغير المعنى إن أمكن الفصل بينهما بلا مشقة تفسد، وإلا يمكن إلا بمشقة كالظاء مع الضاد المعجمتين والصاد مع السين المهملتين والطاء مع التاء قال أكثرهم لا تفسد. اهـ. وفي خزانة الأكمل قال القاضي أبو عاصم: إن تعمد ذلك تفسد، وإن جرى على لسانه أو لا يعرف التمييز لا تفسد، وهو المختار حلية

ردالمحتار , ټوک : ۱ ، مخ : ۶۳۳ ، کتاب الصلاة , فروع مشي المصلي مستقبل القبلة هل تفسد ؟



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close