
غير مصنف
په حایضه(میاشتنۍ مریضه ) باندې سجده د تلاوت شته او کنه ؟
د فتوې شمېره (۶۰۷)
پوښتنه :
که حایضه مېرمن له چا څخه د سجدې ایت واوري ، سجده به کوي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که حایضه (میاشتنۍ مریضه ) له چا څخه د سجدې ایت واوري او یا یې پخپله تلاوت کړي ، سجده تلاوت پرې نه ده واجب .
الدلیل علی ذلک :
باب سجود التلاوة : …. وَأَمَّا بَيَانُ مَنْ تَجِبُ عَلَيْهِ فَكُلُّ مَنْ كَانَ أَهْلًا لِوُجُوبِ الصَّلَاةِ عَلَيْهِ إمَّا أَدَاءً أَوْ قَضَاءً فَهُوَ مِنْ أَهْلِ وُجُوبِ السَّجْدَةِ عَلَيْهِ، وَمَنْ لَا فَلَا؛ … حَتَّى لَا تَجِبَ عَلَى كَافِرٍ وَصَبِيٍّ وَمَجْنُونٍ وَحَائِضٍ وَنُفَسَاءَ قَرَءُوا أَوْ سَمِعُوا،
البحرالرايق : ټوک۲ ، مخ : ۱۲۹ ، باب سجود التلاوة