روژه او اعتکاف

که څوک د کفارې روژې ۵۹ ونیسي ، حکم یې څه دی ؟

د فتوې شمېره (۴۰۹)

پوښتنه :

سلامونه او نېکې هیلې ! محترمه کفاره خو ۶۰ روژې دي . دوه میاشتې ونیسي ، یوه میاشت پکې ۲۹ ورځې وي  په دې سره ۵۹ ورځې شي خو شپیته پوره نه شي ، نو  ایا ۶۰ ورځې پوره کول شرط دي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که څوک د کفارې روژې د قمري (اسلامي ) کال په حساب سره ونیسي او د میاشتې په لومړۍ ورځ روژې پیل کړي ، نو دوه میاشتې دې پوره کړي ، هغه که ۵۸ ورځې شي او که ۵۹ سهي ده ،  ۶۰  ورځې پوره کول شرط نه دی .

او که د میاشتې په لومړۍ ورځ یې ونه نیسي ، بلکې په دویمه ، دریمه یا په بله ورځ یې پیل کړي ، بیا به ۶۰ ورځې پوره کوي .


الدلیل علی ذلک :

(صام شهرين ولو ثمانية وخمسين) بالهلال وإلا فستين يوما،

وحاصله أنه إذا ابتدأ الصوم في أول الشهر كفاه صوم شهرين تامين، أو ناقصين، وكذا لو كان أحدهما تاما والآخر ناقصا (قوله: وإلا) أي وإن لم يكن صومه في أول الشهر برؤية الهلال بأن غم، أو صام في أثناء شهر فإنه يصوم ستين يوما. وفي كافي الحاكم وإن صام شهرا بالهلال تسعة وعشرين وقد صام قبله خمسة عشر وبعده خمسة عشر يوما أجزأه

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۳۷۶ ، باب کفارة الظهار

۴ جمادی الثانیة ۱۴۴۱ هج

۹ دلو ۱۳۹۸ هش

۲۹/۱/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close