متفرق مسا‌‌ئل

د کافر سره مزدوري کول د شریعت له نظره !

د فتوې شمېره (۴۱۰)

پوښتنه :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .

هيله لرم چې روغ او جوړ به یاست.

زه یوه پوښتنه لرم هغه داچې یو کس له امریکایانو سره اوږه په اوږه داسلام مقابل کې جنګیږی او هغه بیا له امریکایانو څخه خواست وکړی چې ما خو دومره کار درسره وکړ اوس ماته د امریکې یا دکوم بل اروپا هیواد ویزه راکړئ !.

نو دا سړۍ چې کله هغوی ولیږي ، بیا هغه هلته کار شروع کړي او داپیسې دی خپل کور ته رالیږي نو د دې پیسو حکم څه دی ؟ آیا حلالې دي او که حرامې ؟

لطفا د جواب په انتظار مو یم

الجواب وبالله التوفیق :

د غير مسلم سره د معاملاتو د جواز د پاره لاندې شرايط دي :

۱ د قبولۍ په وخت کې به داسې مادې او خبرې نه ورسره مني چې هغه د اسلامي عقیدې او مفکورې سره په ټکر کې وي . لکه عیسایت یا بل دین قبلول ، د اسلام د مقدساتو سپکاوی ، د شرعي نظام نه منل ، جهاد او شرعي اوامرو ( لکه ږیره پرېښودلو ، حجاب کولو ، د حدودو قایمولو یا د یرغلګرو سره جهاد کولو )  ته ترهګري ویل یا داسې نور…

۲–  په هغه کار کې به شرعي حرمت نه وي لکه شراب ، سود ، غلا ، ظلم ، غصب  وغيره .

هغه کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي لکه  : په ټولنه کې د فحشاء ، بې دينی  ، د منکراتو خورول او کافرانو ته د مسلمانانو جاسوسي کول داسې نور ….

۳– په دې کار کولو کې به د ده دين ته ضرر نه وي لکه : لمانځه ته نه پرېښودل او ږیره خریل داسې نور ….

۴– په دې کسب کې به د دغه مسلمان تذلیل او سپکاوی نه کیږي …

لهذا که په اروپا کې پورتني ناروا کارونه پرې نه ترسره کیږي ، بیا د کفارو سره وظیفه کول شرعا کوم ممانعت نه لري ، پیسې یې هم حلالې دي او له دوی سره دوکه کول یا ترې غلا کول هم جایز نه دي .

 او که به ده باندې پورتني ناروا کارونه ترسره کیږي بیا ورسره وظیفه کول ناروا ده پیسې خوړل یې هم حرامې دي .

پاتې شو د مسلمان لپاره په افغانستان کې د حربي کافرانو او یرغلګرو امریکایانو سره سره هر ډول مرسته کول ،که لږ وي ، که ډيره ، هغه که په هرې نامې او عنوان لاندې وي حرامه ده  ، او د هغوی سره معاملات ، شرکت ، مزدوری کول هغوی ته غذايي او نظامي مواد ، لکه سلاح ، مهمات ، تېل ، درمل ، ډوډۍ  او داسې نور شیونه ور وړل ، يا د هغوی د انسجام په ادارو کې کارکول او همدارنګه د هغوی د اډو او استوګنځيو جوړول یا د هغوی ترجماني جاسوسي کول ټول حرام دي او دېته مولات یا دوستي ویل کیږي ، کومه چې د یو بااحساسه مسلمان کار نه دی ، شریعت په سختو ټکو غندلې او حرامه یې بللې ده او مرتکب یې واجب القتل ګرځیږي .

او د ټول اسلامي امت پر دې اتفاق دی ، کله چې د اسلام دښمنان پر مسلمانانو  ، اسلامې شعائرو او  اسلامي هېواد تېری وکړي  نو پر مسلمانانو فرض ده چې له خپل دين څخه دفاع وکړي او له هغوی سره وجنګيږی ، که داسې ونه کړي نو دین او دنيا يې دواړه په خطر کې دي .


الدلیل علی ذلک :

الكريم قول الله تبارك وتعالى: [ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:۸] .

: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ) (  المائده ۵۱ )

قال الله تعالی : انما حرم علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیر وما اهل به لغیر الله ) البقرة ۱۷۳

وقال تعال : یایها الذین امنو لا تتخذوا الیهود والنصری اولیاء بعضهم اولیاء بعض ) المائده ۵۱

(أنّ علياً -رضي الله عنه- أجر نفسه ليهودي يسقي له كل دلو بتمرة، فأخبر النبي -صلى الله عليه وسلم- بذلك فلم ينكره. ( رواه ابن ماجه )

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لعن الله الخمر، وشاربها، وساقيها، وبائعها، ومبتاعها، وعاصرها، ومعتصرها، وحاملها، والمحمولة إليه»

سنن ابي داود , كتاب الاشربة , باب العنب يعصر الخمر

سَأَلْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ، فَقُلْتُ: إِنَّا بِأَرْضٍ لَنَا فِيهَا كُرُومٌ، وَإِنَّ أَكْثَرَ غَلَّتِهَا الْخَمْرُ؟ فَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: قَدِمَ رَجُلٌ مِنْ دَوْسَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِرَاوِيَةِ خَمْرٍ أَهْدَاهَا لَهُ، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَلْ عَلِمْتَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَهَا بَعْدَكَ» ، فَأَقْبَلَ الدَّوْسِيُّ عَلَى رَجُلٍ كَانَ مَعَهُ، فَأَمَرَهُ بِبَيْعِهَا، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَلْ عَلِمْتَ أَنَّ الَّذِي حَرَّمَ شُرْبَهَا حَرَّمَ بَيْعَهَا، وَأَكْلَ ثَمَنِهَا» ، فَأَمَرَ بِالْمَزَادَةِ فَأُهْرِيقَتْ حَتَّى لَمْ يَبْقَ فِيهَا قَطْرَةٌ

مسند امام احمد , باب قوله تعال : يايها الذین امنوا انما الخمر …

ومن استخف بالقرآن او بالمسجد او بنحوه مما یعظم فی الشرع کفر .

شرح فقه الاکبر ، ص : ۱۶۸ فصل فی القراءة والصلاة

کابل ټکی کام دارالافتاء

۸ جمادی الثانیة ۱۴۴۱هج

۱۳ دلو ۱۳۹۸ هش

۲/۲/۲۰۲۰ م

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close