طهارت او لمونځ

د څلور رکعتیز نفل لمونځ په لومړۍ ناسته کې درود شریف لوستل !

د فتوې شمېره (۴۱۱)

پوښتنه :

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ

محترم مفتی صاحب مبارک که یو سړی نفل څلور رکعتیز لمونځ په یوه سلام سره وکړي خو تشهد په اوله ناسته کې تر اشهدان لااله الا الله … تر ورسوله پورې ووایي نور درود اودعا ونه وایي نو دغه نفل لمونځ یي سهي دی مفتی صاحب مبارکه یعنې دی پوه هم نه وي.

یو مفتي صاحب وویل چې په نفلو کې په اوله ناسته کې تر دعا پورې لوستل کیږي . نو اوس دغه نفل چې په یوه سلام سره څلور رکعته له درود پرته کړي دي سهي دي ؟

که ځواب راکړئ ممنون به مو وم

پوښتونکی : ابوبکر


الجواب وبالله التوفیق :

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته !‍

څلور رکعتیز نفل لمونځ هر دوه رکعته ځانته لمونځ ګڼلی کیږي . لهذا د مفتي صیب خبره سهي ده ، چې لومړۍ ناسته کې درود شریف او دعا لوستل کیږي ، همدا ډول په دریم رکعت کې ثناء(سبحانک اللهم …) ، اعوذبالله او بسم الله هم لوستل پکار دي .

بله خبره دا چې : په لمانځه کې درود شریف لوستل موکد سنت دي . لهذا کوم نفل لمونځونه دې چې له درود شریف پرته کړي دي ، سهي دي ، بیا راګرځولو ته یې ضرورت نشته ، له دې وروسته یې تر دعا پورې وایه .


الدلیل علی ذلک :

بيان “سننها” أي الصلاة “وهي إحدى وخمسون … من أحكم أحكام السنة أن تركها لا يفسد الصلاة ولا يوجب سجود السهو غير أنه يكون مسيئا إذا تركها عمدا … تسن “الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم في الجلوس الأخير”

حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۵۶-۲۷۱ ، کتاب الصلاة ، فصل فی بیان سننها

(ولا يستفتح إذا قام إلى الثالثة منها) لأنها لتأكدها أشبهت الفريضة (وفي البواقي من ذوات الأربع يصلي على النبي) – صلى الله عليه وسلم – (ويستفتح) ويتعوذ ولو نذرا لأن كل شفع صلاة (وقيل) لا يأتي

(قوله وقيل لا إلخ) قال في البحر: ولا يخفى ما فيه والظاهر الأول. زاد في المنح ومن ثم عولنا عليه وحكينا ما في القنية بقيل.

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۶ ، باب الوتر

کابل ټکی کام دارالافتاء

۱۰ جمادی الثانیة ۱۴۴۱ هج

۱۵ دلو ۱۳۹۸ هش

۴/۲/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close