تجارت

پسه په نېټه باندې په زیات قیمت پلورل د شریعت له نظره !

د فتوې شمېره (۴۱۳)

پوښتنه :

که یو څوک ، یو پسه په لس زره افغانۍ په نغده پلوري ، په اته میاشتې په نېټه وي،  نو په شل زره افغانۍ یې پلوري دا څه حکم لري ؟ د ځواب په هیله ، مننه


پوښتونکی : شفیق مومند

الجواب وبالله التوفيق :

يو شي په نغدو پیسو په خپل قیمت او په قرض باندې په زیاتو پیسو خرڅول جایز دي، شرعا کومه ګناه نه لري . لهذا پسه په اته میاشتې نېټه باندې لس زره روپۍ جګ خرڅول جایز دی.


الدلیل علی ذلک :

ألا يرى أنه يزاد في الثمن لأجل الأجل،

الهدایة ، ټوک : ۳ ، ۴۶ ، باب المرابحة والتولیة

وکذا في درالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۴۲ ، باب المرابحة والتولیة

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close