متفرق مسا‌‌ئل

په سېلاب کې د نېول شوو شیانو حکم ؟

د فتوې شمېره (۴۱۴)

پوښتنه :

زمونږ په ځای کې وخت په وخت سېلابونه راځي ، سېلاب د خلکو کورونه او دکانونه ویجاړوي او سامانونه په مخه کوي، ښکته خلک یې په اوبو کې نیسي، نو د دې شیانو کارول څه حکم لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :

په سیلاب کې د نېول شوو شيانو شخصي کارول جواز نه لري . بلکې د ورک شوي شي حکم لري ، یعنې لومړی به کوښښ کوي ترڅو خپل څښتن یې پیدا شي . که یې څښتن پیدا نه شي، خیرات دې کړي او که پخپله فقیر وي ، بیا یې پخپله هم کارولی شي .

که وروسته یې څښتن پیدا شي او غوښتنه یې وکړي تاوان به ورکوي .


الدلیل علی ذلک :

(وعرف) أي نادى عليها حيث وجدها وفي الجامع (إلى أن علم أن صاحبها لا يطلبها أو أنها تفسد إن بقيت كالأطعمة) والثمار (كانت أمانة)…

(فإن جاء مالكها) بعد التصدق (خير بين إجازة فعله ولو بعد هلاكها) وله ثوابها (أو تضمينه)

درالمختار ، ټوک : ۴ ، مخ : ۲۷۸-۲۸۰ , كتاب اللقطة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close