طهارت او لمونځ

که د سترګو څخه اوښکې یا نَوْ راووځي ایا اودس ورسره ماتیږي؟

د فتوې شمېره(۴۱۵)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله!

که د چا سترګې داسې مرض ولري چې سترګې یې یو ډول د تار غوندې چوخړي کوي، بیا یې پاک کړي په ګوته یا دسمال باندې. او یا اوښکه کوي، د یخنۍ یا د حساسیت د هوا له امله ، نو ایا په دې سره اودس ماتیږي اوکه نه؟

که مدلل او د کتاب له حوالې سره ځواب راکړئ نو ډېر به شه وي .

المستفتي: ابوبکر


الجواب وبالله التوفیق:

که د ډېرې ګرمۍ، د زیات ټوخي، نزلې، د پیاز پرېکولو، د ترخو رنجو او یا هم د حساسیت له کبله له سترګو څخه اوښکې یا اوبه لاړې شي اودس ورسره نه ماتیږي او دغه اوبه پاکې هم دي .

که په سترګه کې دانې، زخم او یا درد وي ، بیا ترې اوښکې، اوبه، چوخړي او یا ترې نَوْ بهر راووځي اودس ورسره ماتیږي او دغه اوبه پاکې نه دي . او که له سترګو څخه بهر راونه وځي اودس ورسره نه ماتیږي.


الدلیل علی ذلک :

(كما) لا ينقض (لو خرج من أذنه) ونحوها كعينه وثديه (قيح) ونحوه كصديد وماء سرة وعين (لا بوجع) وإن خرج (به) أي بوجع (نقض) لأنه دليل الجرح، فدمع من بعينه

قال في البحر: وفيه نظر، بل الظاهر إذا كان الخارج قيحا أو صديدا لنقض، سواء كان مع وجع أو بدونه لأنهما لا يخرجان إلا عن علة، نعم هذا التفصيل حسن فيما إذا كان الخارج ماء ليس غير. اهـ.

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک: ۱، مخ : ۱۴۷ ، سنن الوضوء

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close