طهارت او لمونځ

که له چا څخه یوه سجده پاته شي او په لمانځه کې وریاده شي!

د فتوې شمېره (۳۶۹)

پوښتنه :

که له چا څخه په لومړي رکعت کې سجده پاته شي ، او په همدغه لمانځه کې وریاده شي ، چې یوه سجده ترې پاته ده ، قضايي به یې څه وخت راوړي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که له چا څخه یوه سجده پاته شي ، د لمانځه په هر رکن کې چې وریاده شي ، قضايي دې راوګرځوي ، همدغه رکن دې بېرته وکړي . او په اخره کې به سجده سهوه ادا کړي .

او که د اخري رکعت ، التحیات ویلو څخه وروسته وریاده شي ، سجده دې راوګرځوي بیا دې التحیات ووایي او سجده سهوه دې ادا کړي .

او که د سلام ګرځولو نه وروسته وریاده شي ، لمونځ به بیا له سره کوي .


الدلیل علی ذلک :

ان المتروک ثلاثة انواع ، فرض ،سنة و واجب ففي الاول ان امکن التدارک بالقضی ، یقضي والا فسدت صلاته . الفتاوی العالګیریة ، ټوک ۱ ، مخ : ۱۲۶ ، کتاب الصلاة ، باب سجود السهو

والمراد بها السجدة الثانية من كل ركعة، فالترتيب بينها وبين ما بعدها واجب. قال في شرح المنية حتى لو ترك سجدة من ركعة ثم تذكرها فيما بعدها من قيام أو ركوع أو سجود فإنه يقضيها ولا يقضي ما فعله قبل قضائها مما هو بعد ركعتها من قيام أو ركوع أو سجود، بل يلزمه سجود السهو فقط،

ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۴۶۲ ، واجبات الصلاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close