طهارت او لمونځ

موټروان چې کله د۷۷ کیلومتره یاددې نه په زیات سفر روان وي پوره مونځ به کوي او که قصر؟

سوال

زه جمعه خان دسعودي نه دا پوښتنه لرم چې مونږ دلته ټريلې چلوو سهار په يو ځای کې ماسپښین بل ځای کې او ماښام بل ځای کې تقریبا ۳۰۰ کيلومتره هره ورځ شپږ ساعتونو کې وهو ايا مونږ مسافرانه لمونځ وکړو که پوره لږ عاجل جواب مو پکار ده خیر ده زر کړی ستاسو پاڼه به زه تعقیبوم.        (جمعه خان سعودي عربستان)‎

الجواب وبالله التوفیق

کله چې یو کس د 48 میله دسفر په اندازه چې 77 کلومتره جوړیږي او یا هم ددې نه زیاته مسافه دتللو اراده وکړي نو مسافر ګرځي ، نو په یاد شوي صورت کې چې کله تاسو د پیوسته ابادۍ ددغه ښار نه ووځئ دسفر مونځ به کوئ یعنې څلور رکاتي مونځ به دوه رکاته کوئ ترڅو چې خپل ځای ته واپس کیږۍ.

عالمګیري کې دي:

ولایزال علی حکم السفر حتی ینوي الاقامة في بلدة اوقریة خمسة عشرة یوما او اکثر(عالمګیري 1ټوک مخ 139 کتاب الصلاة الباب الخامس عشر في صلاة المسافر، طبع رشیدیه)

ثم المعتبر المجاوزة من الجانب الذي خرج منه حتی لو جاوز عمران المصر قصر (مخکینئ حواله)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close