طهارت او لمونځ

که امام د قاعدې پرته دریم رکعت ته پورته شي او بیا کیني!

د فتوې شمېره(۴۱۶)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
زما پوښتنه دا ده، چې زمونږ په جومات کې امام د ماسخوتن په لمانځه کې لومړۍ ناسته ونه کړه ، نېغ دریم رکعت ته پورته شو، مقتدیانو فتحه ورکړه بېرته کېناست، بیا یې سجده سهوه هم وکړه. د لمانځه وروسته ځینو مقتدیان ورته وویل: چې لمونځ ونه شو بیا به یې راګرځوو، لمونځ مو بېرته راوګرځوو. اوس پوښتنه دا ده چې لومړنی لمونځ سهي شو اوکنه؟
————————————————–
الجواب وبالله التوفیق:
کله چې څوک په څلور رکعتیز لمانځه کې دریم رکعت ته پورته شي لومړنۍ قاعده ونکړي، نو که په داسې وخت کې قاعده وریاده شې چې ناستې (قاعدې) ته نږدې وي نو باید کیني، لمونځ دې پوره کړي، سجده سهوه پرې نشته. او که په داسې وخت کې وریاده شي او یا څوک فتحه ورکړي چې درېدلی وي او یا ولاړې ته نږدې وي بیا به ولاړیږي، کیني به نه. او که کېناست لمونځ یې سهي شو خو سجده سهوه پرې لازم ده.
لهذا په پوښتل شوي صورت کې امام باید قاعدې ته راګرځیدلی نه وای، خو چې راوګرځېد او په اخره کې یې سجده سهوه وکړه لمونځ یې سهي شو بیا راګرځولو ته یې اړتیا نشته.
————————————————————–
الدلیل علی ذلک:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ ابْنِ بُحَيْنَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّهُ قَالَ: «صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَكْعَتَيْنِ مِنْ بَعْضِ الصَّلَوَاتِ، ثُمَّ قَامَ، فَلَمْ يَجْلِسْ، فَقَامَ النَّاسُ مَعَهُ، فَلَمَّا قَضَى صَلاَتَهُ وَنَظَرْنَا تَسْلِيمَهُ كَبَّرَ قَبْلَ التَّسْلِيمِ، فَسَجَدَ سَجْدَتَيْنِ وَهُوَ جَالِسٌ، ثُمَّ سَلَّمَ»
صحیح البخاري، رقم الحديث ۱۲۲۴, ابواب ما جاء فی السهو
(سها عن القعود الأول من الفرض) … (ثم تذكره عاد إليه) وتشهد، ولا سهو عليه في الأصح… (ما لم يستقم قائما) في ظاهر المذهب، وهو الأصح فتح (وإلا) أي وإن استقام قائما (لا) يعود لاشتغاله بفرض القيام (وسجد للسهو) لترك الواجب (فلو عاد إلى القعود) بعد ذلك (تفسد صلاته) لرفض الفرض لما ليس بفرض وصححه الزيلعي (وقيل لا) تفسد لكنه يكون مسيئا ويسجد لتأخير الواجب (وهو الأشبه) كما حققه الكمال وهو الحق بحر،
الدرالمختار، ټوک: ۲، مخ: ۸۳، باب سجود السهو
#کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close