زکات،سرسايه اوعشر

د زکات له پیسو نه غریب ته معاش مقررول څه حکم لري؟

د فتوی شمېره(۴۱۷)

پوښتنه:

مفتي صیب! زما مدرسه ده، یو نفر راته وایي چې زه به د مدرسې طالبانو ته هره میاشت لس زره روپۍ درکوم، او دغه روپۍ به د کال په اخره کې په زکات کې حسابوم. ایا داسې طریقه کول جایز ده؟


الجواب وبالله التوفیق:

د زکات مستحق ته د زکات د پیسو نه معاش مقررول جواز لري.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې طالبانو ته معاش مقررول هم جایز دی، شرعا کوم ممانعت نه لري.


الدلیل علی ذلک:

بعزل ما وجب) كله أو بعضه، ولا يخرج عن العهدة بالعزل بل بالأداء للفقراء

الدرالمختار,ټوک:۲، مخ:۲۶۹، كتاب الزكاة

قال: ” فهذه جهات الزكاة فللمالك أن يدفع إلى كل واحد منهم وله أن يقتصر على صنف واحد

الهداية: ټوک:۱، مخ:۱۱۱، کتاب الزکاة، باب من يجوز دفع الصدقة ومن لايجوز

كابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close