ذبحه،قرباني،عقيقه

د خپل زوی په ۱۵ کلنۍ کې عقیقه کول !

د فتوې شمېره (۲۹۲)

پوښتنه :

زما یو زوی دی تقریبا ۱۵ کاله عمر لري ، د څه ستونزو له امله مو د ده په ماشومتوب کې عقیقه ونه کړی شوه ، ایا اوس یې عقیقه کولی شو ؟


الجواب وبالله التوفیق :

عقیقه سنت ده ، واجب یا فرض نه ده ، لهذا په زیات عمر کې عقیقه کول ضروري نه ده .

البته که بیا هم د زړه د تسکین په خاطر عقیقه کول غواړې نو کولی یې شې او الله جلاجلاله به یې اجر در کړي ان شاء الله


.

الدلیل علی ذلک :

يستحب لمن ولد له ولد أن يسميه يوم أسبوعه ويحلق رأسه ويتصدق عند الأئمة الثلاثة بزنة شعره فضة أو ذهبا ثم يعق عند الحلق عقيقة إباحة على ما في الجامع المحبوبي، أو تطوعا على ما في شرح الطحاوي،

ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۳۶ ، کتاب الاضحیة .

انها ان لم تذبح فی السابع ذبحت فی الرابع عشر ولا ففی الحادي والعشرین ثم هکذا فی الاسابیع …

اعلاء السنن ، ټوک : ۱۷ ، مخ : ۱۱۷ ، کتاب الذبائح ، باب افضلیة الشاة فی العقیقة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close