زکات،سرسايه اوعشر

که څوک خپل ټول مال خیرات کړي ایا زکات ترې ساقطیږي؟

د فتوې شمېره(۴۱۹)

پوښتنه:

زما یوه پوښتنه دا ده چې: که په چا باندې زکات واجب شوی وي، هغه ټول مال خیرات کړي، زکات ورنه کړي، زکات ترې ساقطیږي اوکنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

که په چا باندې زکات فرض شوی وي او بیا ټول مال خیرات کړي، زکات یې هم ادا شو، نور زکات پرې نشته.


الدلیل علی ذلک:

کما فی الهندیة:ومن تصدق بجميع نصابه ولا ينوي الزكاة سقط فرضها وهذا استحسان كذا في الزاهدي.

الهندیة: ټوک:۱،مخ:۱۷۱، کتاب الزکاة، الباب الاول

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close