زکات،سرسايه اوعشر

که د کرونا ویروس له وېرې عمره کونکي حرم ته نه پرېږدي، څه به کوي؟

د پتوې شمېره(۴۲۰)

پوښتنه:

مفتي صیب! یو چا پوښتنه کړې ده، چې مونږ اوس د عمرې لپاره مدینې منورې ته راغلي یو، خو د کرونا ویروس خپرېدو له وجې مو حکومت عمرې ادا کولو ته نه پرېږدي، د حرم دروازې تړل شوې دي، اوس مونږ حرم ته د احرام پرته تللی شو او کنه؟ او که مونږ عمره ادا نه کړو بیا به قضایي راوړو او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

کومو خلکو چې د عمرې لپاره احرام نه وي تړلی، که په ویزه کې یې وخت وي، انتظار دې وکړي، او که په ویزه کې وخت نه لري هغوی دې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي او که څوک د احرام پرته له میقاته واوړي دم پرې واجبیږي.

او که چا د عمرې لپاره احرام تړلی وي، تلبیه یې هم لوستلې وي، انتظار دې وکړي ترڅو حرم عمرې کونکو ته پرانیستل شي. او که انتظار یې وکړ خو حرم هماغسې بند و، یا یې په ویزه کې وخت نه درلوده، نو بیا دې احرام خلاص کړي، دم دې ورکړي او قضایي به راوګرځوي.


الدليل علی ذلک:

وإذا أحصر المحرم بعدو أو أصابه مرض فمنعه من المضي جاز له التحلل “

… وإذا جاز له التحلل يقال له ابعث شاة تذبح في الحرم وواعد من تبعثه بيوم بعينه يذبح فيه ثم تحلل ” … وعلي المحصر بالعمرة القضاء

الهدایة:۳،مخ:۵۱-۵۲-۵۳، کتاب الحج، باب الاحصار



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close