طهارت او لمونځ

د اروپا په یو مسجد کې دوه ځلې د جُمعې لمونځ کول!

د فتوې شمېره(۴۲۱)

زما پوښتنه دا ده چې: په اروپا کې په هر ښار کې یو وړوکی مسجد وي،

ټول خلک په یو ځل باندې په مسجد کې نه ځایږي، حکومت په بل ځای کې د جَمعې کولو یا د مسجد څخه د باندې د صفونو هوارولو اجازه نه ورکوي، او په میدان کې هم لمونځ امکان نه لري ځکه چې زیاتره باران وریږي. اوس په داسې حال کې په یو مسجد کې د جُمعې لمونځ دوه ځلې او یا درې ځلې کول څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

د عذر پرته په یو مسجد کې دوه ځلې د جُمعې یا پنځه وخته لمونځ کول مکروه دی او د ممانعت علت یې تقلیل(کمښت) د جَمعې یا صورت د معارضې(مقابلې) دی.

او که عذر وي لکه په سوال کې ذکر شوي دي چې، جومات وړوکی وي، حکومت هم ورته د بل مسجد جوړولو یا خلکو ته مسجد څخه د باندې د اودرېدو اجازه نه ورکوي، نژدې یو بل مسجد هم نه وي، نو په داسې ځای کې د جُمعې یا د اختر لمونځ په یو جومات کې په جَمعې سره دوه یا درې ځلې کول جواز لري. ځکه چې په ذکر شوي صورت کې نه تقلیل د جَمعې شته او نه هم صورت د معارضې شته.


الدلیل علی ذلک:

لأن الناس إذا علموا أنهم تفوتهم الجماعة فيستعجلون فتكثر الجماعة، وإذا علموا أنها لا تفوتهم يتأخرون فتقل الجماعة، وتقليل الجماعة مكروه، بخلاف المساجد التي على قوارع الطرق؛ لأنها ليست لها أهل معروفون، فأداء الجماعة فيها مرة بعد أخرى لا يؤدي إلى تقليل الجماعات، وبخلاف ما إذا صلى فيه غير أهله؛ لأنه لا يؤدي إلى تقليل الجماعة؛

بدئع الصنائع، ټوک:۱ ، مخ:۱۵۳، کتاب الصلاة، فصل بیان محل وجوب الایمان

(قوله إلا الجامع) أي الذي تقام فيه الجمعة فإن فتحه في وقت الظهر ضروري والظاهر أنه يغلق أيضا بعد إقامة الجمعة لئلا يجتمع فيه أحد بعدها،

ردالمحتار، ټوک:۲، مخ:۲۵۱، باب الجُمعة، مطلب فی شروط وجوب الجمعة

کذا فی کتاب النوازل، ټوک:۴، مخ: ۳۰۷.

کذا فی نجم الفتاوی: ټوک:۲، مخ:۵۳۳-۵۳۴.

۱۱ رجب ۱۴۴۱هق

۱۶ حوت ۱۳۹۸هش

۶/۳/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close